بلخ: تر ۷۰ زیات امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)
راپورونه وایي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې لسګونه تنه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
خبر زیاتوي ۷۲ تنه امنیتي سرتیري د طالبانو د جلب او جذب د کمیسیون په هڅو د افغان ځواکونو له لیکو را جلا شوي دي.
طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه سرتیري په تیرو ۳ورځو کې د یادې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه له دوی سره یوځای شوي دي.
په یوځای شویو سرتیرو کې ۴۹تنه پولیس ۱۸ داردوعسکر او۵تنه اربکیان شامل دي.
طالبان وایي، د یادو کسانو تود هرکلی یې کړی او په راتلونکي کې له خپل لوري پوره ډاډ ورکړی دی.



