پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د وخت سيکولره! تا ته وايم!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 4, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
82
ځلې شریک شوی
266
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ليکنه: خاکسار

د وخت سيکولره! د هېواد اتلان څنګه ارزوې؟ اتلولي څه ته وايې؟  څوک د هېواد اتلان بولې؟  د يرغل مواد، يرغلګر، ظالمان، جابران، ښکېلاک ګر او بلواګر په کوم نوم يادوې؟

د وخت سيکولره!

يرغل پېژنې؟ يرغل څه ته وايې؟ ايا هېواد ته دې د امريکايانو راتګ يرغل نه دی؟  دا چې هېواد دې امريکا اداره کوي، ملکيان دې په بې رحمۍ په شهادت رسوي، نو د امريکا شتون دلته يرغل نه بولې؟ ايا اوس په افغانستان کې د امریکايانو شتون ته څه اړتيا شته؟

د وخت سيکولره!

دا  چې په ملک کې دې امريکايان ګرځي، واک دې د همغوی په لاس کې دی، اقتدار او واکمن دې دوی درته ټاکي، د هېواد د ازادۍ اتلان دې په مختلفو تهمتونو درته رنګوي، د ټولنې پست او ذليل او د امريکايي ګټو لپاره جنګېدونکي خلک درته اتلان معرفي کوي،  خو ته بيا هم د هېواد پرمختګ غواړې؟

د هېواد پرمختګ په څه شي کې دی؟ په دې پوهېږې، چې په هېواد کې مو پر ولسي وګړو بې درېغه، ناترسه او وحشيانه بمبارونه  کوم ډول پرمختګ دی؟ دا ټولې ناخوالې څه ډول توجيه کوې؟

د وخت سيکولره!

منم چې ته اتل هغه څوک بولې کوم چې د غرب په غلامۍ کې ښه نوم لري، د امريکايانو هر  امر په سر سترګو مني، له خپلو ملي او شخصي ګټو ورته د امريکايانو ګټې معتبرې او خوښې وي، د غرب په امر خپلو مقدساتو ته توهين کوي، د وطن ساتنې تر شعار لاندې پر عام ولس بې درېغه ظلمونه کوي، خو متل دی چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، تر څو به همدغو نجسو ته اتلان وايې، تر کومه به د ازادۍ ريښتيني اتلان نورو ته منسوبوې او خپل وياړمن تاریخ به د نورو لپاره داغې! لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړه او وګوره چې تر کومه حده په غلامۍ کې غرق او تباه يې؟

د وخت سيکولره!

هغه څوک چې ته ورته اتلان وايې، په اړه يې تاریخ وګوره! چې ملت مو دغه رنګ اشخاص او وګړي په کوم نوم نومول؟ او په کومه سترګه به يې ورته کتل! ستا ريښتيني اتلان څوک دي؟ او ريښتينې اتلولي څه ته وايي؟ ستا ملت له نورو ملتونو توپير لري، ستا په ملت کې ازادۍ ته په لوړ معيار کتل کېږي، ستا ملت شعار لري چې مال مې دې له سره ځار وي او سر مې دې له ناموسه ځار وي، خو ته؛ نه پوهېږم! چې ولې دې د خپل ولس پر وړاندې خوله چوله کړې او اپلتې وايې؟ ولې دې خپل ولسي قوت او تحريک نورو ته منسوبوې؟

ځواب يې دا دی چې ته اصلاً ازادي بيخي نه پېژنې، که پېژنې يې هم نو برعکس غلامۍ ته ازادي وايې، د غرب لپاره جنګېدلو ته مبارزه او مجادله وايې، غربي فکر ته مسلم او مخ پر ودې فکر وايې، غربي سيکولرېزم درته د ژوندانه لوړ معيار ښکاري، د غرب د ګټو لپاره جنګېدونکي درته اتلان ښکاري او د ازادۍ ريښتيني اتلان بيا درته د نورو غلامان ښکاري.

د وخت سيکولره!

تاریخ وګوره! ستا په څېر خلک اکثره وخت د يرغلګرو تر تېښتې وروسته خپل ملت ته خړې سترګې ولاړ وي او له ولس څخه د تېرو بدو کړنو، فکر او سوچ معافي غواړي، ستا په څېر خلکو ته هېڅکله هم تاريخ شاباسی نه ورکوي، بلکې بد يې يادوي او وايي چې دا ډول خلک د ملت تر ټولو بد او ټيټ خلک وي، ځکه څوک چې د خپلې ټولنې د ازادۍ او غلامۍ تر منځ توپير ونه کړای شي نو  تاریخ يې هم د نوم د ساتلو لپاره ځای نه لري.

د وخت سيکولره!

په اخلاص درته وايم! چې اوس هم لا وخت شته، چې تېر اعمال پرې جبران کړې، د هېواد حقيقي اتلانو ته اتلان او غلامانو ته غلامان ووايه! او هغه چاته تر ټولو زيات قدردان واوسه! چا چې د يوه مېلمه د عزت او درناوي لپاره خپل ټول حکومت او نظام نسکور کړ، مګر د خپل لارښود(حضرت محمد صلی الله عليه وسلم) د تقليد او پيروۍ لپاره يې يو مېلمه کفري ځواکونو ته تسليم نه کړو، سيکولره!که چېرته دغسې د ازادۍ ريښتي اتلان بل هېواد او بلې ټولنې درلودلای نو په الله ج قسم! چې په خپلو زړونو کې به يې ورته ځای ورکړی وای، خپل لېمه به يې ورته فرش کړي وای او په ستاينه کې به يې د بلبلانو په څېر نعرې او سورې وهلې وای، خو افسوس ستا پر بدمرغه حال!! چې لا هم د غربي تقليد وچه او ړنده پيروي کوې، لا هم د خپل ولس په کلتور، دودونو او عنعناتو پورې ملنډې وهې او د خپلې ازادۍ اتلان پرديو ته منسوبوې.

د وخت سيکولره!

له خپل ناولي فکره مه متأثر کېږه! ځکه چې دغه فکر به تا د بريا پر ځای د هلاکت کندې ته غورځوي، دغه فکر به تا له خپل ولس څخه جلا کوي، دغه فکر ستا او د ولس تر منځ واټنونه اضافه کوي، دغه ناولی او  خوسا فکر به تا د شيطان لاروی جوړوي.

خو مخکې له دې چې د ولس له کينې او کرکې سره مخ شې! ځان اصلاح کړه!

د هېواد ساتنې شعار په حقيقي معنا وپېژنه! له مجازونو راووځه! او معنوياتو ته راشه! تر څو د خپل ولس دردونه حس کړې او د ريښتيني ټپ او علاج په اړه يې فکر او سوچ وکړې.

مخکینې مطلب

قمقمة المرجان 

بل مطلب

د طالبانو او امريکا خبرې شپږمې ورځې ته وغځيدې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com