(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۴)
نږدې شپږ ورځې پوره کېږي چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبرې روانې دي.
دغه خبرې چې د تيرې سې شنبې په ورځ چې د امريکايي پلاوي مشري زلمی خليلزاد کوي او د طالبانو پلاوي مشري شيرمحمد عباس ستانکزی په غاړه لري.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، نن د سې شنبې په ورځ هم په دوحه کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ د افغانستان شخړې د هواري په موخه ژور بحثنونه دوام لري.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، له امريکايي لوري سره تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي خو خبرې مهم پړاو ته رسيدلي زياتوي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پيښېدلو پر سر خبرې کېږي.
که څه هم ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې مسوده تياره شوې او ښايي د دواړو خواوو له لوري لاسليک شي خو پرون طالب وياند ذبیح الله مجاهد د مسودې تياريدل رد کړل.
ځايي سرچينې وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو، افغان خاورې نه نورو هېوادنو ته د زيان نه رسيدلو تر څنګ له ترو ليسته د طالب مشرانو په وتلو، د بنديانو په خوشې کولو او يو شمير نورو مسائلو هم خبرې شوي دي.
تيره ورځ د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو باوري سرچينو په حواله ليکلي و چې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرو کې پرمختګ شوی دی.















