دوشنبه, اپریل 13, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په کتاب تبصره

قمقمة المرجان 

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 4, 2019
کټګوریانې: په کتاب تبصره, ټولنه او اجتماع
0
106
ځلې شریک شوی
1.3k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مولوي فضل ربی  (کوه صافي وال)

الحمد لاهله و الصلوة علی اهلها  و بعد! په انسان باندې د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه یو دادی چې انسان ته په اسلام باندې د مشرف کېدو توفیق ورکړي او یا یې په مسلمانه معاشره او مسلمانه کورنۍ کې مسلمان پیدا کړي .

اسلام داسې یو نعمت دی چې انسان هغه لارې ته برابروي کومه چې راساً انسان هغه هدف ته ور برابروي د کوم لپاره چې پیدا شوی دی ،  د اسلام ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم پداسې وخت کې دنیا ته راغلو چې هر لوري ته دجهل توره تیاره خپره شوې وه او هغه صلی الله علیه وسلم خپل ټول عمر ددې لپاره مصرف کړو چې خپل امت سمې لارې ته برابرکړي تردې چې تر خپل وفات پورې یې په زمکه باندې د دې مقدس دین بنیاد کېښود .

او پدې وخت کې یې داسې شاګردان  و روزل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته یې د دین کار ته خپل کار وویلو او په پوره مېړانه سره یې د اسلام د خپرېدو او ترقي په لاره کې خپل سرونه نذرانه او قرباني کړل او د خپلو وینو په قیمت یې اسلام په دنیا کې خپور کړو الله تعالی د دوی هڅې او قربانیانې د دوی لپاره قبولې کړي.

تر صحابه کرامو او تابعینو وروسته ددین خدمت او د دین لپاره کار ددې امت علماوو ته ورپاتې شو او الله تعالی په هر وخت کې داسې علماء را پیدا کوي چې په خپل وخت کې د خپل وس مطابق دین ته خدمت وکوي ، که مونږ د تېرو علماوو کارونو ، تکلیفونو ، قربانیو ته وګورو  پوه به شو چې هغوی د دین کار ته خپل کار ویلی وو ، چا د دتدریس ، چا د تبلیغ ، چا د تصنیف ، چا د وعظ په ډګر کې دین ته خدمت کاوه لکه:

امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب کې په زرګونه احادیث را جمع کړي دي د هر حدیث د لیکلو لپاره به یې غسل کاوه او بیا به یې دوه رکعته نفل کول بیا به یې حدیث په خپل کتاب کې لیکلو .

د ابن جوزي رحمه الله په اړه وایی تر یو لکو زیات کسان یې په خپل تقریر مسلمان کړي وو.

 وروستني عالم اشرف علی تهانوي رحمه الله دومره لیکل کړي دي که دده په ټول عمر باندې تقسیم کړل شي هرې ورځې ته لس صفحې لیکل ور رسیږي.

 د امام ابی حنیفه رحمه الله ددرس په حلقه کې به په سلګونو شاګردانو شرکت کاوه او همداسې دا لړۍ تر ډېره وخته پورې روانه وه.

 د حنفی فقهې د معتمد کتاب (هدایه) مصنف د هدایې په لیکلو باندې خپل ۱۳ کاله قیمتي عمر پداسې حال مصرف کړو چې روژه به یې وه.

داسې د تېرو علماوو  ټول خدمتونه هغه څه دي چې سترګې ورڅخه نشي پټېدلی .

او دا دین ته خدمت زمونږ ضرورت دی ، مونږ دېته اړ یو چې د دین لپاره کار وکوو کنه الله تعالی د خپل دین لپاره هر وخت کسان پیدا کولی شي ، الله تعالی ددې کتاب د سا تنې وعده کړې ده ، الله تعالی کولی شي له هر بنده نه د دین د خدمت کار واخلي خو دا چې مونږ د دین لپاره باید څه وکوو دا زمونږ ضرورت دی .

دین ته د خدمتونو په سلسله کې مې په موجوده وخت کې د محقق او نوجوان عالم ، د سلګونو علماوو استاذ او په موجوده وخت کې د افغانستان یوه علمي سرمایه  شیخ الحدیث عبد الحمید حماسی صاحب یو کتاب تر سترګو شو ښه مې و ګڼله چې ددې کتاب په اړه معلومات لتاسې سره شریک کړم .

دا کتاب په یوه داسې موضوع باندې لیکل شوی دی چې په اوس وخت کې د هرچا ضرورت دی ، پداسې موضوعاتو یې بحث کړی دی چې هرچاته په کار دي او ددې سره سره په اوس وخت کې ډېرو کمو خلکو ورباندې لیکل کړي دي .

پدې کتاب کې ټول بحث په دوو موضوعاتو را څرخېدلی دی  :

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

 ۱ .  فقر په انسان باندې د څه امله راځي؟

پدې کې ټول هغه اسباب تشریح شوي دي چې د انسان د فقر او غربت سبب کیږي ، څنګه د انسان د مال اولاد او عمر نه برکت ختمیږي   ښکاره خبره ده چې د هر انسان ضرورت دی چې باید ځان ورڅخه وساتي .

 ۲.   په انسان باندې هېره څنګه راځي؟

پدې کې ټول هغه اسباب تشریح شوي دي چې د انسان د حافظې د کمزوري سبب کیږي ، او په انسان کې د هېرې د بیماري سبب کیږي .

دا کتاب چې په عربي ژبه لیکل شوی دی  نوم یې دی   (قمقمة المرجان علی قلاید العقیان فیما یورث الفقر و النسیان) .

په اصل کې  نوموړی کتاب د بل کتاب تشریح ده چې (قلاید العقیان فیما یورث الفقر و النسیان) نومیږي او د شیخ برهان الدین الناجی رحمه الله لیکنه ده .

لکن د زیات وضاحت او اضافي معلوماتو لپاره ورباندې حماسی  صاحب حفظه الله لیکل کړي دي او داسې مرجان یې ورباندې را ټول کړي دي  او د موجوده عصر د تقاضو سره یې برابر کړی دی ، نوي تحقیقات یې ورباندې کړي دي  په کتلو ارزي  پدې امید چې د لوستونکو لپاره به د زیاتې فایدې قابل وګرځي .

مخکینې مطلب

اشرف غني: د ټاکنو کمېسيونونو غړي به له سياسي ګوندونو سره اړيکې پرې کوي

بل مطلب

د وخت سيکولره! تا ته وايم!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هغه کوم شرطونه دي چې ایران په مذاکراتو کې غوښتنه کړې؟ دلته يې ولولئ 

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ایران: د خبرو بل پړاو نشته؛ امریکا د مذاکراتو پرېښودو ته پلمه لټوله

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com