کابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / دويمه ليکنه ـ دويمه کړۍ

پر افغانستان د شوروي يرغل او دکمونيزم ماتې

ليکوال: نقيب الله ((احمدي))

د روسانو ظلم او بربرېت:

د ثور د اوومې له کودتا وروسته د افغانستان پر افق د ظلم او وحشت ورېځې را خپرې شوې، د کمونستانو د رژيم د امنيت ادارې چې په اول وخت کې يې مشري  اسدالله سروري کوله په زرګونو بې ګنا انسانان ژوندي تر خاورو لاندې کړل داسې ظلمونه يې وکړل، چې افغانانو يې مخکې کله تصور هم نه و کړی.

د جدي پر شپږم روسانو مستقيماً پر افغانستان  يرغل وکړ  او کارمل د شاشجاع په څېر په ټانګ سپور ورسره راووست، او د کابل پر تخت يې کېناوو نو د ظلم، بربريت او وحشت بازار نور هم ګرم شو، دومره ظلمونه يې وکړل چې له چا سره يې د بيانولو وس نشته خو بيا هم د دې کرغېړنې دورې د ظلمونو څو مثالونه ستاسو ته  وړاندې کوو.

د هرات قيام د کمونستانو د ظلم او زياتي له امله وشو، چې ترکي له روسيې نه مرسته وغوښته هغوی ورته قوي-قوي اسلحې را ولېږلې. او امين له يو چل نه کار واخيست چې د کندهار د قومنداني د قوي يوه غټه برخه ټانګونه او زره پوښونه يې هرات ته ولېږل، چې پر دې وسايلو سپين او شنه بيرغونه وو، هراتيانو خيال وکړ چې ګنې کندهاريانو هم پاڅون کړی او زموږ  مرستې ته راغلي، نو ښار ته يې را پرېښودل کله چې قوه ښار ته ننوتله په ښاريانو يې ناتاره ډزې شروع کړې، چې د قتل عام په  نتيجه کې (۵۰۰۰۰) کسان شهيدان کړل او ځينې وايي چې (۲۵۰۰۰) کسان ووژل شول.

همدارنګه د روسانو د وحشت يوه بله نمونه، چې الکساندر مايوروپ چې په افغانستان کې يې د يو روسي پوځي سلاکار دنده په غاړه درلوده په خپل کتاب کې ليکي: دا هغه څه دي چې سامويلينکه راته وويل: دا په جلال آباد کې د روسي کنډک مشر وو، چې د فبروري په څوارلسمه د ورځې په  دويمه نيمايي کې د فرقې د کشف کنډک د ګزمې يوولس کسيزه ډله د لومړي بريدمن  ((ک)) تر قوماندې لاندې جلال آباد ته څېرمه په ګزمه بوخته وه، د ګزمې قومندان وويل نن بايد د کباب د پسونو ډالۍ را سره يوسو، کله چې ((ک)) او ډله يې د يو خټين کور په دېواله د پسونو په لټه ورواوښته هلته يې درې ځوانې ښځې او دوه بوډاګان او د شپږو نه تر لسو کالو شپږ يا اوو هلکان وليدل. يو وړوکي ظابط چې خپل شهوت يې نشوای پټولای وويل پېغلوټې بدې ندي د نورو عسکرو شهوت هم را وپارېد او په ښځو  يې حمله وکړه ماشومان يوه کونج ته تخته شوي وو او له وېرې رېږدېدل، د سپين ږيرو پر مخ اوښکې را ماتې وي او د رب العلمين دربار ته يې لاسونه لپه کړي او دمرستې  غوښتنه يې کوله، دې ظلم دوه ساعته دوام وکړ بيا دښځو په سينو کې د ماشيندار مرمۍ ور خښې کړي بوډاګان يې هم شهيدان کړل، تنکي ماشومان هم د ګوليو خوراک شول. مړي يو  ځاي واچول بيا يې د کور سامانونه کټونه، بسترې او کالې پر شهيدانو واچول او له زغروال ټانګ نه يې تېل راوړه او  له پاسه يې پرې وپاشل او بيا يې اور ورته کړ، د دې ګنهګارانو د اور لمبو د کور انګړ په سر واخيست. روسانو او کمونستانو په فاتحانه انداز له ځان سره يوولس پسونه خپل کمپ ته راوستل.

دا واقعه مې ځکه راوړه چې افغانان بايد دا ترخې خاطرې هېرې نکړي بلکې د دې ټولو ظلمونود انتقام په فکر کې وي.

د روژې مبارکه مياشت وه د کنړ د اسعد اباد ښار د خلکو د ګڼې ګوڼې مرکز ګرځېدلی وو، او هلته مجاهدينو يوه اسلامي اداره جوړه کړې وه کمونستانو، چې انسان وژنه يې دنده وه د کنړ ولايت د چغسرای په مرکز د روژماتي نه نيم ساعت وړاندې د سکډ توغندی وويشت، چې له امله يې ((۷۰۰)) کسان په شهادت ورسېدل او په زرګونو نور ټپيان شول.

روسانو نور هم داسې بې شمېره ظلمونه وکړل، په لکونو ماينونه او بمونه يې زموږ د هيواد په لر اوبر کې وکرل چې تر اوسه زموږ بې ګنا وطنوال پرې الوزي، همداراز په اوس وخت کې په لسګونه ډلييز قبرونه پيدا شوي، چې  سلګونه بې ګنا وګړي پکې ژوندي خښ شوي دي، د دې ټولو ظلمونو او ناخوالو يادونه په لنډه ليکنه کې امکان نه لري خپله ليکنه را نغاړم او د سره کمون د ماتې عوامل درته وړاندې کوم.

د شوروي اتحاد د ماتې عوامل:

پر افغانستان د سره پوځ يرغل دومره درنه حادثه وه، چې افغانستان او ټوله نړۍ يې له يو سره تر بله په حرکت راوستله، او شوروي اتحاد د يو ابر قدرت په توګه د مقابل ابر قدرت امريکا له خوا داسې يوې ضربې ته مخامخ شوه چې په پای کې يې امپراطوري دړې وړې شوه. دشوروي اتحاد د ماتې عوامل په لنډه توګه بيانوو.

۱-د افغانستان خلکو چې هېڅکله يې د پرديو تېری او اشغال نه دی زغملی د روسانو په مقابل کې يې په مسلحانه جهاد لاس پورې کړ، چې لوېديځې نړۍ ته  د روس د را پرځولو ښه موقع په لاس ورغله د افغانستان له مجاهدينو سره يې مرستې شروع کړې خصوصاً امريکا غوښتل له روسانو د ويتنام د جګړې غچ واخلي، اخر روسان د افغانانو دمقاومت او د نړيوالو د فشار له امله د ا فغانستان پرېښودو ته اړ شول.

۲- په روسيه کې اقتصادي او سياسي بحران چې روسيې د غرب په ضد خپل نفت او نور صادراتي توکي په شرقي هيوادونو په ارزانه بيه پلورل، چې په پايله کې يې اقتصاد کمزوری شو. همدارنګه د ګورباچوف په وخت کې د روسيې په داخل کې سياسي مخالفتونه زيات شول.

۳- د ملګرو ملتونو او نړيوالو فشار، چې شوروي بايد خپل عسکر له افغانستانه وباسي، د امريکې او بعضې نورو غربي هيوادونو لخوا د تړونونو د لاسليک ځنډول.

۴- د مجاهدينو ټينګ مقاومت او له دوی سره د نړيوالو او اسلامي هيوادو مرستې، چې کمونيزم يې له ماتې سره مخ کړ.

۵- د کارمل بې کفايته اداره د کمونستانو او روسانو نه زغمونکي ظلمونه، چې د افغانستان ټول قامونه يې په ضد را پورته شول، او د دوی په خپل منځ کې اختلافات د دې سبب شول چې کمونيستي اداره له سقوط سره مخ شي.

۶- په پاکستان او اېران کې روزل شوي مجاهدين را ميدان ته شول او په چريکي جنګوکې يې د روسانو او کارمل حوصلې ور تنګې کړې.

۷- د جهاد د تبليغ پراختيا ان تر  دې، چې د ګاونډيو هيوادونو راډيو ګانو هم د جهاد تبليغات کول، مقالې او کتابونه خپرېدل.

د تلفاتو او عساکرو شمېر:

روسانو د ۱۳۵۸هـ لمريز کال د جدي پر شپږمه په افغانستان نظامي يرغل وکړ، چې ((۹)) کاله او ((۵۳)) ورځې په افغانستان کې پاتې شول، او په ۱۳۶۷هـ لمريز کال د د لوې په ((۲۶)) مه له افغانستانه ووتل.

د شوروي د يرغلګر پوځ شمېر د روسانو له خولې ((۰۰۰ ۱۱۵)) ښودل شوی د غربيانو له قوله (( ۱۵۰۰۰۰)) اټکل شوی خو مجاهدينو بيا دا شمېره (( ۲۰۰۰۰۰)) ښودلې ده.

د شوروي پوځ د وژل شويو عسکرو شمېره ټولټال (( ۱۴۴۵۳)) تنه ښودل شوې، چې (( ۹۵۰۰)) يې په جنګ کې وژل شوي (( ۴۰۰۰)) د زخمونو له امله مړه شوي، او(( ۱۰۰۰)) تنه د بېماري په سبب مړه شوي، او د زخميانو شمېر يې (( ۵۳۷۵۳)) تنه ښودل شوی او (( ۳۱۲))تنه يې ورک شوي دي، همدا راز يې (( ۱۰۰ )) تنه ملکيان هم وژل شوي دي.

د کمونيست رژيم وژل شوي عسکر (( ۱۸۰۰۰ )) تنه دي، د شوروي په مقابل کې د (( ۷۵۰۰۰)) تر  ((۹۰۰۰۰ )) پورې مجاهدين شهيدان شوي دي.

او ملکي تلفاتو شمېره چې احتمالي ارقام يې ښودل شوي له شپږ لکه تر دوه ميلونه پورې دي.او تقريباً دری ميلونه زخميان شوي دي، پنځه ميلونه له افغانستان نه بهر ته مهاجر شوي دي او دوه ميلونه په داخل کې په زور هجرت ته اړ شوي دي.

ــــــــ

سرچېنې :

 اردو وسياست در سه دهه اخير افغانستان، نیي عظيمي، چاپ، بنګا انتشارات ميوند کتابخانه سبا، چاپ کال،۳۸۵۱هـ ل، ص، ۱۹۱

 په افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل، الکساندر مايوروپ، ژباړه، ډاکټر داود جنبش، چاپ، انتشارات رسالت، چاپ کال، ۱۳۸۴هـ ل، ص، ۲۳۵

په اسلامي نړۍ يرغل، م-فاروق صافی، چاپ، پېښور، خيبر پښتونخوا، چاپ کال، ۲۰۱۰م، ص، ۶۵

 د کابل شپې، جنرال عمرزی، پښتو ژباړه، سيد عبدالله پاچا، چاپ، ميوند خپرندويه ټولنه- سبا کتابخانه کابل، چاپ کال، ۱۳۸۴هـ ل، ص، ۱۸۰

 پر معاصر تاريخ لنډه کتنه، ص، ۳۲۳

تاريخ ورزنامه نګاري افغانستان، ص، ۲۶۱

 ګوګل، جنګ شوروي در افغانستان، ويکپيديا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button