دسعودي عربستان او ايران تر منځ  ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي!

سرليکنه

د روانې اونۍ په سرکې چې سعودي حکومت داعدام شوو کسانو په شمېر کې د سعودي ميشته شيعه ملا باقر النمر اعدام اعلان کړ  او  په  مخالفت يې په  تهران کې د سعودي سفارت او  په مشهد کې کونسلګرۍ ته اورونه واچل شول.  د دواړو هېوادونو  تر منځ ديپلوماتيکې اړيکې ترخې شوې، چې وروسته د سعودي عربستان، بحرين او  سوډان هم د ايران سره د اړيکو پر پرېکړو اعلان وکړ.

که په ژور نظر د سعودي عربستان کړنو ته وګورو  دا کومه تصادفي خبره نه ده چې ايراني مظاهرينو  د سعودي عربستان پرخلاف د باقر النمر په اعدام نارې ووهلې. يو د کلک غزم لرونکي هېواد  ايران د بل اسلامي مرکز عربستان پرخلاف ودرول شو د دې دپاره کافي وخت په کار  اچول شویدی او  که  له  دې  وروسته  کوم هېوادونه د سعودي په پلوۍ ايران سره اړيکې پرېکوي يا کوم هېوادونه د ايران سره همغږي کېږي د سعودي  پر خلاف ديوه اسلامي هېوادونو د بلاک په رامنځ ته کولو هڅې  پېل کېږي دا  امکان  لري  په  نږدي  کې وليدل شي.

پر لبنان ،يمن ، سوريې عراق  او  افغانستان چې کوم حالت تېرېږي او سعودي عربستان د دې يادو هېوادونو  په  اړه چوپه  خوله  ناست دي  ايران  له دې حالته په استفادې  سره د سعودي عربستان په مقابل کې ډېر څه کولای شي . ايران پر يمن د سعودي د هوايي ځواکونو د زور  او  ظلم ته په استفاده چې د يمن بې ګناه مسلمانان د سعودي په بمباريو کې شهېدانېږي ډېر هېوادونه  ځان  ملګري  کولای  شي.

دسوريې په اړه چې امريکا او سعودي په يوه خوله شوي دي او د بشارالاسد د راپرځولو لپاره سعودي او  امريکا يوه پاليسي لري  ايران يې په مقابل کې روسيې دځان ملګری کړي سعودي عربستان پرحوثيانو  او روسيه په سوريه کې پر داعش بمباري کوي .

امريکا  په روسيه  تورونه  لګوي، چې  په بمباريو کې د سوريې پر ملکي وګړو يې بمبارۍ کړي  او  ايران پرسعودي تورونه لګوي چې په يمن کې په ولسی وګړو بمباري کړي امريکا او اسرائيل دواړه په سوريه  او  يمن کې د مسلمانانو په  شهيدو لو د مستۍ  ډک کنډولي په سرونو  اړولي . اوس چې سعودي عربستان د ايران سره اړيکې پرېکړي او د نورو سعودي پلوه هېوادونو  بحرين او سوډان وروسته هم امکان شته چې تهران سره اړيکې پرېکړي اسرايلي صدر اعظم نتن ياهو به له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاېږي .

لومړی خو بايد خپله د سعودي عربستان واکمن په نړيواله کچه داسلامي هېوادونو دموجوده وضعې غبرت واخلي او په نظر کې وساتي چې اسلامي هېوادونو څومره ستونزو سره مخ دي، ايران ته يا خو د مسئلو  وړ قناعت ورکړی او يا  ورسره  اړيکې دومره ترخې نکړي ، چې اسلامي هېوادونه په خپلو کې د شيعه  او سني په بلاکونو سره وويشل شي.

دافغعانستان او پاکستان په څېر هېوادونو ته ګرانه ده چې دوی دواړو هېوادونو په اړه دريځ پرېکړه وکړي افغانستان او پاکستان بې له دې چې بې طرفه پاتې شي هېڅ لوری نلري، پکار ده چې دا ډول هېوادونه داسلامي نړۍ دبلاکونو دخطر دله مخه وړلو لپاره دايران اوسعودي ترمنځ منګړتوب وکړي او دا ستونزه ددواړو هېوادونو ترمنځ دخبرو دلارې حل کړل شي .

امريکا او ايران په يوه کړکيچنه اتومي مسئله سره دخبرو دلارې يوه حل ته ورسيدل همدا ډول که سعودي عربستان  د اسلامي هېوادونو  يوالی غواړي ايران سره بايد د خبرو له لارې ونيسي او که نور هم اړيکي خرابوي ؛ نو بې له دې چې امريکا او اسرئيل خوښ وساتي نورڅه په لاس نه ورځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button