د اسلامي نړۍ پر نامتو عالم مولانا محمد تقي عثماني مرګونی بريد شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل)
د دار العلوم کراچۍ بنسټګر مولانا محمد تقي عثماني پر موټر په کراچۍ ښار نرسري سیمه کې مرګونې حمله شوې.
د پاکستانۍ ورځپاڼو د راپورونو سره سم مولانا تقي عثماني له یادې پېښې روغ وتلی خو د نوموړي ساتونکی وژل شوی او میرمن او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
همدا ډول د دارالعلوم مدرسې پر یوه بل موټر هم د موټر سیکل سپرو کسانو لخوا مرګونې حمله شوې چې له کبله یې دوه کسان (صنوبر خان او عامر شهاب) وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.



