ويسا: حکومت د سولې خبرو ته جنګي لښکر استوي!

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۸)

له کابل څخه خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په سرمقاله کې ليکلي، حکومت د سولې خبرو ته جنګي لښکر استوي.

په مقاله کې راغلي، حکومت په نهايي کړي دوه سوه کسيز ليست کې ډیری داسې کسان راوستي چې اصلاً طالبانو سره د سولې پر خبرو او جوړجاړي هيڅ باور نه لري؛ یواځينی کمال يې جګړه ده.

له تيرو شاوخوا دوو اونيو راهيسې قطر ته د کسانو په انتخاب د حکومت، چارواکو او سياسيونو تر منځ ناندرې روانې وې خو پرون د ملي يووالي حکومت  د قطر په دوحه کې د بين الافغاني ناستې لپاره د ۲۵۰ کسانو نوملړ خپور کړ چې په دغه ليست کې واليان، وزيران، چارواکي، سياستوال او يو شمير ميرمنې هم شاملې دي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت او سياستوال دې له طالبانو شرم وکړ ځکه په وينا يې د ياد کنفرانس لپاره يې په ساده اعلان پنځلس کسيز پلاوی وټاکه زياتوي (باور مو دی چې که طالبان له همدغه ۲۵۰ کسیز لښکر سره کښېني، بیا به هم د دوی خبره، پیغام او دریځ روښانه او ثابت وي).

د ويسا په باور، د حکومتي پلاوي تر منځ يو نظر وړاندې کول خو پر ځای پريږده بلکې د دې ويره شته چې دغه لښکر په قطر کې په خپلمنځي جنجال اخته شي.

ويسا ليکي، که څه هم په دغه ليست کې يو شمير درانه شخصيتونه شته خو زياتوي (د یوه پیاوړي ملي پلاوي تعریف هېڅکله داسې نه دی چې د ارګ له لوري اعلان شوی لست دې د هغو په کچ او مېچ برابر وي).

ټاکل شوې د اپريل مياشتې له نوولسمې تر درويشتمې نيټې په قطر کې بين الأفغاني کنفرانس جوړ شي چې په دغه کنفرانس کې د قطر هيواد له لوري طالبانو، افغان سياستوالو، سياسي ګوندونو او حکومت ته بلنه ورکړل شوې ده.

طالبان وايي، په یاد کنفرانس کې هرڅوک خپل نظر بيانولی شي آن حکومتي چارواکي هم پکې برخه لرلی شي خو د حکومت رسمي دريځ او استازيتوب به نه کوي یوازې خپل نظر څرګندولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button