حکمتيار د سولې مشورتي جرګې سره د پريکون ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۸)

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ګواښ کړی که د سولې د مشورتي لويې جرګې په جوړښت کې تغير رامنځته نه شي نو دی او ټيم به يې ورسره پريکون اعلان کړي.

حکمتيار ويلي، د جرګې د غړو ټاکلو او د صلاحيتونو په اړه يې حکومت په خپله تګلاره کې بدلون رانولي نو دی به هم په یاده مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړي.

تر دې وړاندې د اجرائيه رياست مشر عبدالله- مرستيال يې، رحمت الله نبيل، حنيف اتمر نورالحق علومي احمد ولي مسعود او يو شمير نورو سياستوالو د سولې مشورتي جرګه نمايشي بللې وايي په دغه جرګه کې به ګډون ونه کړي.

طالبانو هم په يوه اعلاميه کې له خلکو غوښتي چې ياده جرګه د افغانستان ستونزې د حل لپاره به هيڅ کومه مثبته لاسته راوړنه ونه لري او یوازې نمايشتي بڼه لري نو خلک بايد پکې برخه وانخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button