پکتیکا: خوشمامند کې د دولت یوه دفاعي پوسته طالبانو نيولې

کابل ټکی کام  (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل):

له پکتیکا ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ، چې  خوشامند ولسوالۍ کې د دولت یوه دفاعي پوسته طالبانو نيولې او درې پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

د خبر په اساس د خوشامند ولسوالۍ ته څېرمه د دولت پر یوه امنیتي پوسته نن سهار مهال ۷ بجې طالبانو له لوري جګړه پیل شوه .

خبر ځای زیاتوي چې دا پوسته په ټولیزه توګه طالبانو لاس ته ورغلې ۱ پولیس په کې مړ او دوه نور ټپیان شوي دي .

د طالبانو ویاندوي ذبیح الله مجاهد ددغې پوستې د نيولو خبر ورکړی او وايي چې یو عسکر يې وژلی او دوه نور يې ټپیان دي چې د وژل شوي عسکر جسد د پېښې په ډکر پاتې دی .

مجاهد زیاتوي چې له عسکرو نه ګڼ شمېر وسلې او مهمات پاتې دي، چې مجاهدینو د غنیمت په ډول نيولي دي او پاتې ټول عسکر له پوستې نه تښتېدلي .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button