سریلنکا له چاودونو وروسته په ټولنیزو رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
نن د سریلنکا په پلازمینه کولمبو او ځینو نورو سیمو کې اته بېلا بېلې چاودنې وشوې چې په کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه او په سلګونو نورو ټپيان شول.
اوس د سریلنکا حکومت اعلان کړی تر څو د رسنیو مشهورې پاڼې بندې کړي او په مرسته یې ددغو پېښو د لا زیاتوالي مخه ونیسي.
دغه هېواد اعلان کړی چې د فیسبوک، واټساپ او وایبر کاریالونو فعالیتونه په چټک ډول وځنډوي، او همدا ډول یې د دوشنبې په ورځ د سهار شپږ بجو نه تر ماښام شپږ بجو پورې پر عام تګ راتګ بندیز لګولی دی.
نن د یکشنبې په ورځ د سریلنکا په کولمبو او نورو بېلا بېلو سیمو کې پر کلیساو او هوټلونو بېلا بېلې ۸ چاودنې وشوې چې په سلګونو کسان مړه او ټپیان دي، په مړو کې هغه بهرني کسان هم موجود وو چې کلیسا ته د «ایستر» مذهبي ورځې لمانځلو لپاره راغلي وو.
راپورونه وايي چې په دغه چاودنو کې د بهرنیو سیاحانو، پولیسو او نورو عامو خلکو په ګډون تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي او ۵۶۰ نور ټپيان دي.



