لیبیا: دسختو جګړو له امله دوژل شویو شمېر تر۲۲۰ اوښتی

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سیمو کې پرون یو ځل بیا درنې چاودنې، اوجګړې شوي دي. په دې جګړو کې د ۸ کسانو په وژل کېدو سره په یاد هېواد کې د پیل شویو جګړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

په لیبیا کې وروستۍ جګړې د واک پر سر پیل شوې دي.

دا جګړه د قومندان خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو تر منځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي.

جګړه د حفتر د وسله والو له لوري د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د اپریل میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوې ده. د بشري حقونو ډلې وایي په پیل شویو جګړو کې ۲۲۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.

روانو جګړو دخلکو ژوند تریخ   کړی اوهره شیبه دمرګ انتظار کوي، دلیبیا اوسېدونکو له ښکېلو اړخو دجوړجاړي، اودجګړې داختتام غوښتنه کړې، خو دورځې په تیرېدو سره په دغو جګړوکې شدت راځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button