عمر داودزی: طالبان دې دلوې جرګې مشورو ته غاړه کېږدي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

دګډ حکومت د سولې د عالي شورا رییس او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمیسیون رییس محمد عمر داودزی وایي، د سولې پروسې پر وړاندې پراته خنډونه به لرې کوي او دغه راز هغه کسان چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي هغوی به هم بلاخره راضي کړي چې په یاده جرګه کې برخه واخلي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل اوس لومړیتوب د سولې مشورتي لویه جرګه ده او حکومت هڅه کوي په دې جرګه کې د ټولو هېوادوالو نظرونه له ځان سره ولري څو د سولې خبرو کې د خلکو ټولو مشروع غوښتنو ته پوره پاملرنه وشي. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې طالبان باید ددې جرګې مشورې ومني. هغه هیله څرګنده کړه، سوله په هغه صورت کې اسانه ده چې طالبان او حکومت دواړه په خپلو دریځونو کې بدلون راولي.

 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې  ځینې سیاسي اشخاصو اووسله والو طالبانو جوړېدونکې جرګه ملي نه بلکه فرمایشي، حکومتي او بې ګټې بللې او له افغانانو یې غوښتي چې له ګډون کولو څخه باید ځان وساتي .

حکومت داخبر په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې په دوحه کې بین الافغاني ناسته دحکومت لطرفه له خنډ اوځنډ سره مخ شوه چې دافغانانو کلک احساسات یې راوپارول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button