نړيوال بانک: د افغانستان اقتصاد تير کال یوازې يو فيصد وده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۵)

نړيوال بانک په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د سختې وچکالۍ له کبله د افغانستان اقتصاد زيانمن شوی دی.

په راپور کې راغلي، په تيرو کلونو کې وچکالۍ د افغانستان اقتصاد ته ضربه رسولې خو زياتوي سږ کال چې ورښتونه ډير شوي نو ښايي د دغه هیواد اقتصادي وده يو څه ښه شي، خو دومره ژر نه.

نړيوال بانک په خپل راپور کې د افغانستان د تير کال اقتصادي ودې ته اشاره کړې چې وايي، په تير ۲۰۱۸ميلادي کال کې افغانستان کې اقتصاد يوازې یو فيصد وده کړې وه.

راپور کې د اقتصادي کمزورۍ بل ستر لامل جګړې او د امنيت خرابوالی بلل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، په وروستيو کې په هيواد کې د نا امنيو، جګړو او د سوداګرو د امنیت خرابوالي له کبله ډيری پانګوالو خپلې پانګې له هيواده ايستلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button