(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۵)
د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې “سیګار” مشر جان سوپکو که امریکا د افغان حکومت له ملاتړه لاس واخلي نو حکومت به ړنګ شي.
سوپکو ويلي، دا مهال افغان امنيتي پرسونل د امريکا له بوديجې تمويليږي، د هغه هيواده د ځواکونو ايستل د مالي ملاتړ کمولو معنا لري چې ورسره به له افغان حکومت سره مالي مرستې کمې، د امنيتي پرسونل معاشونه به يې نه ورکول کيږي ا حکومت به ړنګ شي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې يوې غونډې ته کړي وايي، چې امریکا په افغانستان کې د امریکايي وګړو ميلياردونه ډالره لګولي او دغه هيواد کې د امریکايي ځواکونو پاتې کيدلو باندې ډير لګښت شوی دی.
نوموړي په افغانستان کې په لګول شويو پيسو انديښنه ښودلې چې په وينا يې که له دغه هيواده امريکايي ځواکونه ووځي نو هرڅه به په اوبو لاهو شي.
دغه راز سوپکو له امريکايي حکومته غوښتي ترڅو د هغه پيسو د حساب ورکولو لپاره لاره برابره کړي چې په افغانستان کې يې مصرف کړي دي.
نوموړی وايي، امريکايي اولس بايد په دې پوه شي چې د دوی ورکړې ماليه چيرته مصرف شوې زياتوي چې امریکا دې په راتلونکي کې د دغه پيسو د مصرف سره احتیاط وکړي.
د يادونې ده، چې د امريکاپه افغانستان کې نږدې يوکم شل کاله پوره کيدونکي کې دي خو لا هم افغانستان هغه ډول چې لازمه ده خپله بريښنا نه لري، کارخانې يې په ټپه ولاړې دي، ورادات او اقتصاد يې په نورو هيوادونو تکيه دی، د نشه يي توکو کښت او قاچاق ورځ تر بلې زياتيږي چې د شنونکو په باور امریکا د افغانستان لپاره اساسي کار نه دی کړی خو راوړې پيسې يې په بیلابيلو لارو بيرته ايستلي دي.


















