موضوع: ملي وحدت حکومت نه! بلکې ملي وحشت، ولس په شپنیو چاپو ختموي!!?

لیکوال :شهاب لیوال
مونږ تل هڅه کړې دقلم په ملتیا سولې اړوند خدمت وکړو ،ځوانانو ته دا ذهنیت ورکړو چې دا هیواد ستاسو دی ،او دا ستاسو حق دی چې ددې هیواد واکداران اوسی دلته اشغال او داشغالګرو لاسپوڅې ستاسو دحق غاصبین دي.
داستاسو دیني او اخلاقي وجیبه ده چې ددوي په مقابل کې ولاړ شی او که تاسو په دې ځانونه تیر وباسی چې ګواکې کابل اداره دافغانانو استازيتوب کوي او دوې دافغانانو دسوکالي او هوساینې په فکر کې دي .
دتیر اتلس کلن جګړیز ناورین ته که کتنه وکړو مونږ ته به جوته شي چې دا لاسپوڅي له خپله امریکایانو هم ظالمه ،جابره او وحشیان دي.
تاسو یوار سروې وکړی چې اردو ،پولیس او په اربکیانو کې څنګه ځوانان دندې اجرا کوي ،دکلې بانډو بې تربیه ،بداخلاقه ،په نشې موادو روګدې ځوانان دي .دوي ته نه اسلام او نه هم انسانیت ارزښت لري ،دافغانانو دعزت خبره خو لا لرې ده .
داشرف غني په اداره کې یواځې په دې تیرو څو میاشتو کې دهیواد په هرګود کې دشپنیو چاپو په طرڅ کې په ډیر بې رحمي سره په شهادت رسولي ددې لاسپوڅې ادارې دوحشتونو په لړ کې تیره شپه ۱۰ بجې،
پروان ولايت مرکز اړوند خلازیو په ساحه کې ګډ دښمن چاپه ووهله چه دعامو خلکو دکورنو دروازې يې په بمونو الوزولي اوډېر زیات وحشت یې کړی ۷ کسان عام خلک یې له کورنو راوستلي اوبیا یې ډیر په بی رحمې شهیدان کړي او ۷ کسان یې د بندیانو په توګه له ځانه سره بیولي دتلاشي په وخت کې دخلکو دکورنو څخه یې،نغدې روپۍ،سره زر،اونورقیمتي اجناس یې هم غلا کړي. دشهداو نومونه هریو
فرید ولد محمد اعظم .اول گل ولد خانان بارام ولد محمد نواب او محمد شفی ولد محمد نواب داشهیدان دي .دښمن خپل دې لوی وحشت سره دخلازیو دکلې دعام ولس قهریه راوپاروه اوکابل شمال لوې لاریته دلاریون په شکل راووتل اوعمومی لار یې دترافیک پرمخ وتړله ومرګ په دی کفري نظام شعارونیه ورکول .
ولسه ! خاصکر ځوانه راویښ شه داستاسو مسئولیت ده نن که دپروان په غمیزه غږ نه وچتوې صبا به دا ناورین ستا ترکوره ورسي.



