د ثور اوومه او له هېواد او ولس سره د کمونستانو خيانت!!

لیکوال :شهاب لیوال

اووم(۷) د غویي (ثور) که افغان ولس له پاره تورو ورځو پیلامه!!

په کال ( ۱۳۵۷) هه .ق کې  روسانو (کمونستانو) د افغان لاسپوڅو په ملتیا د داودخان نظام ړنګ او دده په شمول  دکور ۱۷غړي یې په اړک کې په شهادت ورسول .دکمونستانو دیکتاتوری شروع او افغان ولس  یې له نه هیردونکي ناورین سره مخ کړل

کمونستانو ددې لپاره چې خپل روس باداران ښه خوشحاله وساتلی شي .

په دیني ،مذهبي او کلتوري ارزښتونو یې بې باکه بریدونه شروع کړل . علما، متنفضین او د قوم مخور مشران یې یا ترور یا شهیدان او یا دکموننیزم عقیدې منلو ته اړ کړل.

دوی تقریبا ۱۲کاله په افغانانو حکومت وکړ دکمونستانو دوره دافغانانو لپارهغه دوره یادولی شو چې دا ولس یې له نړۍ نه تقریباً سل کاله وروسته پاتې کړ دې .

او افغان ولس ته یې دنه ختمیدونکې جګړې لمن وغوړوله

دکمونستانو وروستی نظام چې  ډاکتر نجیب یې مشري کوله   په کال (۱۳۷۱) هه. ق کې دافغان مجاهدینو لخوا  وپرځید او دکومنیزم داعیه په دې هیواد کې دتل لپاره له منځه ولاړه .

له کمونستانو وروسته مجاهدینو حکومت شروع کړ خو لکه څنګه چې افغان ولس له اوږدې جګړېنه وزګار نه وه ،چې امریکا د افغانستان د اشغال هڅې پیل کړې دمجاهدینو تر منځ یې داخلافاتو لړۍ چټکه  او اسلامي احزاب یې دیوبل په مقابل جګړو ته وهڅول، پایله کې  جهادي حزبونه  یو له بل سره په جګړو اخته او دکورنیو جګړو پیلامه شروع  شوه .

کله چې افغانستان دکورنیو جګړو په لوخړو او ګردونو کې ورک وه -طالبان- د افغان ولس دنجات فرښتو په څیر راپیدا اوپه  لنډ وخت کې یې دکورنیو جګړو تغر له هیواده ټول او داسلامي امارت نظام یې تائسیس کړ.

افغانان ولس هیلې تر همدې نظام تړلې وې ،خو امریکا داسلامي نظام شتون بلکل نشو زغملی -اسامه بن لادن – یې بهانه کړ او پر ګران هیواد افغانستان یې حمله وکړ په لنډه وخت کې یې داسلامي امارت نظام ړنګ او پر ځاې خپل دخوښې لاسپوڅې بې واکه او غلام نظام جوړ ،او خپله استعماري څېرې یې دواک په ګدۍ کینولې .

اتلس کاله ددې جګړې وشوې او لا پاتې هره ورځ مو سل ګونه بې ګناه هیوادوال په شپنیو چاپو، بمونو او ناتاره ډزو وژل کیږي او دا لړې به تر هغه دوام لرې ترڅو هیواد مو اشغال وي .

 

په پای کې باید یادونه وکړم چې اووم د ثور په حقیقت کې افغان ولس لپاره د جګړو دپیل نېټه او دکمونستانو نه هېرېدونکی خیانت له دې ولس سره یادولی شم .

ترهغه چې دا شومې څېرې په دې هېواد کې د قدرت په ګدۍ ناستې وي په دې هیواد کې د امن او سولې شتون ګران کار ده .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button