زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی، له ولسمشر غني سره یې لیدلي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او په ارګ کې یې له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

خلیلزاد افغاني چارواکو ته د خپل راتلونکي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

خلیلزاد وروسته له هغه کابل ته راځي چې تیره ورځ یې د چین، روس او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې ګډون درلود.

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه سیمې ته پخپل شپږم سفر بوخت دی چې د می میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې به دوام وکړي.

خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې په قطر کې له طالبانو سره هم خبرو ته کیني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button