مشورتي جرګه له دوشنبې پیل او له لوړو اختلافاتو سره؛ نن جمعه پای ته ورسېده

راپور تاژ عقاب افغان الحنفي
دهېواد په پلازمینه کابل کې لویه مشورتي جرګه ددوشنبې په ورځ دائره شوه، اونن دجمعې په ورځ ۱۲ بجې پای ته ورسېده.
داچې ددې جرګې ګډونوال ډېری حکومتي اتباع وو، خوبیاهم دیو لړ اختلافاتو، اوفزیکي در بدریو خبرونه رسنیز شول.
په لومړۍ ورځ یو تن نارینه او یوه ښځينه ګډونواله د اشرف غني دشخصي ټوپکمارو له لوري په زور له تالاره ایستل شوي وو.
دا چې دا کسان ولې او په کومه خبره له غونډې وایستل شول، پخپله ګل محمد توحیدي چې له غونډې شړل شوی، وايي پر اشرف غني يې نیوکه درلوده خو پرې نه ښودل شو.
هغه طلوعنیوز ته ویلي وو، ما غوښتل ورته ووایم چې ته پخپله د سولې پر وړاندې خنډ، د بې اتفاقۍ او نا امنۍ عامل يې، خو ويې شړلم.
«پر خپله مې پر ولسمشر اعتراض درلود، دا چې ته پخپله د سولې د راتګ پر وړاندې خنډ يې، ته پخپله په افغانستان کې د بې اتفاقۍ عامل شوې، نو تاسې د سولې د نه راتګ علت یاست.»
هغه وايي غوښتل يې چې استدلال وکړي، خو پرې نهښودل شو.
له ښاغلي توحيدي پرته یوه بله مېرمن هم د جرګې له تالاره په زور ایستل شوې وه، خو لا هم څرګنده نه ده چې د نوموړې د شړلو عامل به څه و.
دې جرګه کې اشرف غني پرلپسې ټینګار کاوه چې سانسور به نه لري، خو د دې تر څنګ شکونه هاغه وخت هم وو چې د غونډې د پرېکړې مسوده تیاره ده او ګډونوال يې چې مطلق اکثریت يې دولتي مامورین وو ښايي له لوستو پرته د هوکړې لاسونه پورته کړي.
له دې وروسته دجرګې دمنشیانو پرټاکنې هم اختلاف رامینځته شو چې دمنشیانو ټاکنه دویمې ورځې ته وغځېده.
ظاهراً دا جرګه د سولې لپاره جوړه شوې وه، خو شاوخوا ۱۳ تنه نوماندان، لسګونه سیاسي څېرې او ګڼ سیاسي ګوندونه يې له دولتي بودجې د اشرف غني ځانګړې غونډه بللې وه، چې د سولې پر پروسې به هیڅ کوم اغېز ونه لري.
د حکومت د نیم شریک عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي ویلي وو، له دا ډول جرګو کومه هیله نه لري، یوازې یو مشخص جریان له بیت المال نه په ګټې نامشروع او غیر ضروري چارې پر مخ وړل غواړي.
دجرګې بعض ګډونوال چې نغواړي نوم یې څرګند شي، کابل ټکي کام ته په صراحت وویل، چې دحکومت له لوري، حکومتي اجنډا بغیر له مشورې، دحکومتي چارواکو دچکچکو په پړکېدا په دوی تحمیل شوې.
عموماً ټوله جرګه په سمتي، ژبني، اوقومي تعصب پوښل شوې وه، دجرګې یوبل ګډونوال، په خپله توېټر پاڼه له پښتو، اوفارسي علاوه دنورو ژبو استعمال ته په اشارې لیکلي، چې یو څوک دي د ارګ واکمن ته و وايي موږ د خپلو ژبو سخت ډېر احترام لرو. متاسفانه موږ پر دو ژبو پښتو او دري نه سره جوړېږو لطفاً دریم جنجال مه زېږوئ.
بلې خواته دجرګې یوشمېر سیاسي مبصرینو اودجرګې ګډونوالو داجرګه یوطرفه بللې، او لیکلي یې دي چې دحکومت لطرفه له طالبانو غوښتنه وه چې دوینې بهېدا باید ودروي، داچې موږ حکومت اوطالب دواړه یاد کړل، دحکومت له لوري غبرګون سره مخ شوو.
ددې اختلافاتو پر دوام یو شمېر ګډونوال دعکسونو په راځړېدا هم تر جنجال، اخ اوډب رسېدلي وو، دغونډې بل ګډونوال او دپوهنتون استاد دغونډې له تالارڅخه په خپله فیس بک پاڼه لیکلي وو،
ما په تالار کي د استاد رباني له عکس ځړولو سره مخالفت وکړئ که ځوړول کېږي د ټولو اړخونو د شهیدانو عکسونه دي و ځړول سي جرګه یو بې طرفه جرګه ده که چا ته مشخص کېږي موږ پکښي نه یو.
د دې وطن ټول شهیدان شهیدان دي برتریت نسته پکښي.
نوموړی زیاتوي، چې په تالار کي د عکسو موضوع جنجالي سوه
دوی وايي چي د حضرت صاحب، ګیلاني صاحب او استاد شهید رباني صاحب عکسونه ځړو زه تر اوسه مخالف یم یا دي هیڅ عکس نه وي یا د جنرال صاحب عبدالرازق عکس هم باید وي.
که بېطرفي نه حفظ کېږي نو تعصبات پيلېږي.
لنډه داچې یوشمېر سیاسي څېړونکو هم داجرګه خندونکې بللې، او حکومت ته یې دپیغور په شکل لیکلي، که سوله غواړئ؟ له طالبانو وړاندې اول دلته خپل منځي اختلافات حل، اویو توافق ته ځان ورسوئ، ترڅو په یو واحد هوډ، اودریځ طالبان قانع، اودسولې جنډې رپاندې کړئ.



