طالبانو داوربند وړاندیز رد، اوداشغال خلاف یې دخپلې مبارزې پردوام ټینګارکړی

کابل ټکی کام ( جمعه، ۱۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو د مشورتي لويې جرګې د پريکړه ليک له اعلانېدو او اختتاميې ناستې وروسته، په يوه اعلاميه کې د اوربند وړانديز رد کړی او ويلي دي چې داشغال خلاف ددوی جهاد دروژې په مياشت کې لا ډير ثواب لري او دوی به دوام ورکړي.
اعلاميې دغه راز لويه مشورتي جرګه بې ګټې بللې او ويلي يې دي، که مونږ له امريکايانو سره د نړيوالو ځواکونو په وتلو هوکړې ته ورسېدو نو هغه وخت کې به له داخلي اړخونو سره مذاکراتو او د ستونزو حل ته د خبرو لپاره حاضر شو.
طالبانو د افغان حکومت له خوا د بنديانو د خوشې کېدو د اعلان په اړه څه يادونه نه ده کړې، خو له خپل لوري يې د بنديانو د خوشې کولو د لړۍ د دوام خبر ورکړی او دبادغیس ولایت دبالا مرغاب په ولسوالۍ کې تر سلو د زياتو سرتېرو د خوشې کېدو بېلګه ياده کړې ده.
طالبانو دغه راز د مشورتي لويې جرګې ګډونوال غندلي دي، چې د شپنيو عملياتو، بمباريو او ملکي تلفاتو د مخنيوي او يا غندنې په اړه يې غږ اوچت نه شوای کړی.
یاده دې وي چې د ګډحکومت دسولې په نام مشورتي جرګه یواځې طالبانو نه، بلکه سیاسیونو او وتلو اشخاصو تحریم کړې، اودایې دملت له بودیجې یوه کمپایني هڅه بللې.
حکومت تراوسه دطالبانو وروستي غبرګون ته کوم ځواب ندی ویلی، خوطالبان په خپل دریځ کې انتهايي کلک بریښي، همېش یې په خپلو اعلامیو کې دخارجیانو وتل، اواسلامي نظام حاکمول دسرو کرښو په نام نومولي دي.



