حسن روحاني: که څه هم په سخت حالت کې یو خو تسلیمیږو نه

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲غوایي، ۱۳۹۸)

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې ایران له ډیر سخت حالت سره لاس او ګرېوان دی.

روحاني چې تیره ورځ یې د سیاستوالو غونډې ته وینا کوله وویل، د عراق سره د جګړې پر مهال ایران له دومره ستونزو سره نه وو مخ، لکه اوس چې له څنګه حالت سره مخامخ دی.

نوموړي له ټولو سیاستوالو غوښتي چې په دې سختو شرائطو کې باید د هیواد لپاره ګډ کار وکړي.

ده ویلي ایران د ټولو سیاسیونو اتحاد ته سخته اړتیا لري.

روحاني ویلي، که څه هم ایران له هرڅو سختو شرائطو سره لاس او ګریوان دی خو تسلیمیدل نه مني او په وینا یې چې نه ناهیلي کیږي.

د روحاني په خبره چې د ایران په پوځ باوري دی او کولای شي چې د هر رنګه برید پر مهال د ځان دفاع وکړي.

ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخ دی.

امریکا په ایران د پوځي بندیرونو ترڅنګ سخت اقتصادي پابندۍ هم لګولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button