مجاهد: افغان حکومت د پروژو د افتتاح په څیر نور خبرونه هم مکرر نشروي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲غوایي، ۱۳۹۸)

نن په ځینو رسنیو کې خبر خپور شوی وو چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.

رسنیو دا خبر د ملي امنیت ریاست د ورکړل شوي راپور په اساس نشر کړی دی.

ملي امنیت ویلي چې د فیض اباد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا عبیدالله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر د “دروغو مزل” تر عنوان لاندې یو لنډ ټویټ کړی دی.

مجاهد ویلي چې افغان حکومت تنها د پروژو افتتاح په مکرر ډول نه کوي بلکې خبرونه هم په مکرر ډول نشروي.

طالب ویاند وایي: “‏د کابل ادارې مسئولین د خلکو د تیر ایستلو لپاره تنها مکررې پروژې نه افتتاح کوي، بلکې مکرر خبرونه هم په رسنیو تیروي او اعلانوي.

لاندې خبر د روان ۱۳۹۸ کال د ثور د میاشتې په ۴ نيټه یوځل نشر شوی، خو نن ۱۸ ورځې بعد يې د پروپاګند لپاره بیا په ټولو رسنیو مکرراً نشر کړ”

مجاهد په خپل ټویټر یوشمېر انځورونه هم خپاره کړي، چې دا راپور له رسمي سرچینو څخه په مکرر ډول نشرشوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button