غزني: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ تنه خټګر وژل شوي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۲غوایي، ۱۳۹۸)

تیره شپه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې په غزني کې ملکي کسانو ته تلفات اوښتي دي.

دا پیښه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

له سیمې څخه یو تن سید صالح اسحاق راته وویل چې تیره شپه د ګډو ځواکونو د چاپې پر مهال  ۷ تنه په داسې حال کې ووژل شول چې په خټو لګیا وو.

د نوموړي په وینا چې وژل شویو کسانو د روژې په خاطر د شپې کار کاوه چې له داسې یوې ناوړه پیښې سره مخ شول.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایي او کورني عسکرو د عملیاتو پر مهال ملکیان وژل کیږي بلکې هره شپه د هیواد په یوه برخه کې د دوی لخوا د ملکي تلفاتو خبر ورکول کیږي.

تیره شپه یې په کندوز کې هم چاپه وهلې، کورونه یې نړولي او کلیوال یې سخت شکنجه کړي دي.

څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یو ښوونکي په کور چاپه وهلې وه چې د ښوونکي په ګډون یې یو بل تن هم سوځولی وو او همدا رنګه د کور د سوځیدو تر څنګ یې د قران نسخې او تفاسیرو ته هم او ورته کړی وو.

افغان حکومت د داسې پیښو په اړه هېڅ هم نه وایي او تل یې په داسې مواردو کې چپتیا غوره کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button