ددارالانشاء رئیس عمر داودزي دسولې خبرو لپاره جرمني اوهندوستان ته خپل سفر پیل کړ
کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ګډحکومت دسولې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی جرمني او هندوستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.
د سولې شورا له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد عمر داودزی نن د یوه پلاوي په مشرۍ جرمني ته تللی دی او له هغه وروسته به هندوستان ته لاړ شي.
اعلامیه کاږي داودزی به په جرمني او هندوستان کې د افغان سولې پر موضوع بحثونه ولري او هڅه به وکړي چې د سولې لپاره یوه پیاوړې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي. نوموړی په داسې حال کې جرمني او هند ته په سفر وځي چې تر ده څو ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد هم له طالبانو سره د خبرو په وقفه کې هندوستان ته ولاړ او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله بحثونه کړي وو.
دطالبانو اوامریکایانو شپږم بړاو مذاکرت نږدې درې ورځې وړانداې پای ته ورسېدل، که څه هم دتوافقاتو نشر شوي خبرونه دروغ ثابت شول، خوښکېلو اړخونو دپرمختګ او دبیا ناستې خبر ورکړ، لیکن د راتلونکي اووم پړاو مذاکراتو دقیقه نیټه یې په ګوته نکړه.



