پمپیو: جګړه نه کوو، زموږ هدف دایران په چلند کې بدلون راوستل دي
کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ایران اوامریکا دوروستي کشمکش اوکړکېچ پر دوام، امریکایوځل بیا له ایران څخه دخبرو له لارې دمشکل حل غوښتی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي واشنگټن د ایران گواښونه جدي گڼي، خو په خبره یې د امریکا هدف جگړه نه ده بلکه د ایراني دولت د واکدارانو په چلند کې بدلون راوستل دي.
مایک پمپیو ویلي، ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د گټو پر ضد فعال تهدید دی په دې توگه سپینه ماڼۍ له ایران سره د مذاکرې د فرصت هرکلی کوي.
پمپیو زیاته کړې، چې امریکا د ایران له لورې د گواښونو د زیاتیدو شاهده ده او د هغه په وینا امریکايي حکومت به د ایران د تهاجمي اقدام پر وړاندې له هر ډول غبرگون کار واخلي. ایرانی حکومت هم مني چې په دې وروستیو کې د امریکا له سخت فشار سره مخ دي. د ایران ولسمشر بیا پر خپلو خلکو او سیاسي ډلو غږ کړی چې سره متحد شي او د هېواد د ژغورنې لپاره کار وکړي.
یاده دې وي چې امریکا اوایران دجګړې تر بریده رسیدلي، امریکا په یوشمېر خلیجي هېوادونو کې خپلې جنګي الوتکې او پرمختللې وسلې هم ځای پرځای کړي، خوایران وایي چې دوی په امریکا کې دحملې تون نه ویني، خوامریکا خپل دغه اقدامات دفاعي بولي.



