ډیلي ټایمز: ټرمپ له انتخاباتو وړاندې دافغانستان قضیه حل کول غواړي
کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دپااکستان وتلې ورځپاڼې ډیلي ټایمز د افغان سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او زیاتوي دا هڅې هیله بښونکې دي.په دې مطلب کې ویل شوي دا چې په دې برخه کې پرمختګ پڅ دی څو دلیلونه لري یو دا چې د لیکوال د ادعا له مخې پخواني جګړه ماران د جګړې دوام غواړي.
له بل لوري طالبان هڅه کوي د سولې په خبرو کې ورو مخته ولاړ شي او د جګړې په میدان کې یو څه لاسته راوړي او په دې سره ډیر امتیاز تر لاسه کړي.
لیکوال وايي دافغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له کړنو داسې ښکاري د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي د راتلونکي کال د ټاکنو منډو ترړو له پیل وړاندې د افغانستان مسئله حل کړي.
خو لیکوال خبرداری ور کوي چې طالبان دې له دې بېړۍ داسې نه انګیري چې امریکا د افغانستان په قضیه کې زغم له لاسه ور کړی او هر وخت د دې امکان شته چې خپل سرتیري وباسي.
په مطلب کې وړاندې ویل شوي هر ډول ناسمه انګېرنه ویجاړوونکې پایلې له ځان سره لرلی شي.
لیکوال د افغان سولې په مسله کې پاکستان ته هم د ناسمې انګېرنې په اړه خبر داری ور کړی دی.
تردې وړاندې نورو ورځپاڼو هم ورته مقالې نشر کړې وې، یوشمېرامریکايۍ اوبرطانوۍ ورځپاڼو بیا دامریکا له اوسني حکومت نه له افغانستان څخه دخپلو ځواکونوعاجل وتل غوښتي، اوداجګړه یې د ویتنام دناکامې تجربې تکرار بللی.



