غور: د چارسدې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولويده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۳)
له تيرې زياتې مودې راهيسې د غور ولايت د چارسدې او پسابند ولسوالۍ د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې وې چې د ځايي راپورونو پر بنسټ تيره شپه د چارسدې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې ده.
په تيره مارچ مياشت کې د غور والي ناصرخاضع په ياده ولسوالۍ د طالبانو له خوا د سختو بريدونو او د يادې ولسوالۍ د احتمالي سقوط کيدو خبر ورکړی و ځکه په وينا يې له تيرو څو کلونو راهيسې طالبانو د چارسدې او پسابند ځمکنۍ لارې تړلي او یادو ولسواليو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.
دغه راز د دغه ولايت د ولايتي شورا معاون عبدالرحمن عطشان هم د چارسدې او پسابند ولسواليو د احتمالي سقوط خبر ورکړی و.
تازه راپورونه وايي، چې تيره شپه دولتي ځواکونه د چارسدې ولسوالۍ له مرکز، امنيې قومندانۍ او شاوخوا ټولو دفاعي پوستو د هوا له لارې وتلي او ياده ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې ده.
د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده ولسوالۍ له تيرې ډيرې مودرې راهيسې د طالبانو له خوا تر بريدونو او کلابندۍ لاندې وه چې تيره شپه تيره عسکر په تيښته لاړل او ولسوالۍ مجاهدينو ونيوله.



