سرچينه: افغان حکومت د اوو هيوادونو لپاره نوي سفيران ټاکلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۸)
د ګډ حکومت د وروستيو ګمارنو په لړۍ کې دا ځل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې حکومت په اوو هيوادونو کې نوي سفيران ګمارلي دي.
د سرچينې په وينا، په وينا، په ن کې افغان کونسل نعمت ثایر په المان کې نوی سفير ټاکل شوی دغه راز د اداري فساد سره د مبارزې کمېټې کمېشنره هلینا ملکيار په ايټاليا، د ولسي جرګې پخوانی غړی عباس نويان په سوېډن، د بهرنيو چارو وزارت د اقتصاد رئیس حسن سروش په کاناډا، يوسف غفورزی په ناروي، محب سپين غر په ماليزيا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزير شهزاد ګل اریوبي په چک هېواد کې د نوي سفيراتو په توګه ټاکل شوي دي.
په وروستيو کې د اشرف غني له لوري د ګډ حکومت د سفيرانو، وزيرانو او لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو او نويو کسانو د ګمارنې لړۍ روانه ده چې د حکومت د دوهم شريک ډاکټر عبدالله عبدالله له سخت مخالفت سره مخ شوې ده.
اجرائيه مشر عبدالله پرون د وزيرانو شورا غونډه کې وويل، د تأسف ځای دی وزيران د خپلې دندې له ګوښه کيدو څخه د فسبوک له لارې خبريږي زياته يې کړه زه د شرم احساس کوم چې یو شمير وزيرانو دنده پای ته رسيږي خو دی چې د اجرائيه رياست مشري هم په غاړه لري هيڅ خبر ترې نه لري.
هغه وروستيو ګمارنو او ګوښه کوونو ته په اشارې وويل چې دا سياسي پريکړې او د انتخاباتي کمپاین برخه ده.
ويل کيږي، په وروستيو کې د اجرائيه مشر عبدالله او غني تر منځ یو ځل بيا اختلافاتو زور اخيستی چې هر لوری غواړي په لوړو پوسټونو خپل کسان وګماري.



