زابل: په دوو پوستو کې پوليسو خپل ګڼ پوليس ملګري وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۸)

د زابل ولايت د مرکز قلات مربوط په ګاګرۍ او کلاليو سيمو کې پوليسو په دوو پوستو کې خپل ګڼ ملګري وژلي او خپل طالبانو ته ورغلي دي.

دغه بريدونه تيره شپه د لس بو په شاوخوا کې رامنځته شوي دي.

د زابل امنيتي سرچينې د بريد کوونکو پوليسو شمير زيات ښيي چې په وينا يې دوه پوستې يې سقوط کړي او د خپلې پوستې نهه ملګري يې وژلي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د بريد مسؤوليت منلی زياتوي دغه بريد د پوليسو په لیکو کې د دوی د دوو تنو نفوذي بريد کوونکو له خوا په دوو پوستو کې ترسره شوی چې د دواړو پوستو ټول پوليس يې ځای پرځای وژلي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې له بريد روسته دواړه بريد کوونکي عسکر له دوو رينجرو او نوولس ميله سپکې او درنې وسلې او زياته اندازه مهمات او جنګي تکي هم طالبانو ته وروړي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم د ورته ډول بريدونو مسؤوليت منلی او په خپلو خپرو کړو اعلاميو کې يې ويلي چې د پوځ او پوليسو ليکو کې دوی لسګونه نفوذي بريدګر لري چې له موقع په استفادې به پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

په پوځ کې د طالبانو د نفوذي بريدونو او عسکرو له خوا تر دې مخکې لسګونه ځلې داخلي بريدونه شوي چې سلګونه بهرنيو او داخلي عسکر پکې وژل شوي، چارواکي او مهم نظامي کسان پکې هدف ګرځيدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button