کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویاند عباس موسوي وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب اړتیا نه لیدل کیږي.
د موسوي په خبره چې ایران د جګړې او کړکیچ اندېښنه او فکر نه لري او زیاتوي:” موږ دغه وخت د کړکیچ، جګړې او یا هر نوم چې ورکوئ، احساس نلرو او که داسې تصور موجود هم شي نو دا داسې څه دي چې د نورو لخوا رامنځته شوي”
د ایران حکومت دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د جاپان صدراعظم شینزو ابې ممکن ایران ته ولاړ شي او د امریکا او د ایران ترمنځ کړکیچ باندې بحث سره وکړي.
که څه هم ایران ته د شینزو د سفر کره نیټه نه ده په ډاګه شوې خو که ولاړ شي نو نوموړی به هلته د ایران له روحاني مشر علي خامنه ای او ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.
شینزو ابه ایران ته د سفر خبره په داسې حال کې کوي چې ډونالډ ټرمپ څو ورځې په جاپان کې د شینزو میلمه وو.
ډونالډ ټرمپ هلته ویلي وو، باوري دی چې ایران خبرې غواړي نو امریکا هم تیاره ده چې خبرې ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې ایران د امریکا له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دی.
ټرمپ د تیرې دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې دی د ایران د حکومت بدلون نه غواړي بلکې وایي چې ایران باید اټومي وسله ونلري.

















