ټرمپ: دچاپان سفر موبریالی او له لاسته راوړنو ډک وو

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې دوه ورځې وړاندې جاپان ته له خپلې ښځې سره یوځای په یوسفر تللی وو.

نوموړي ددې سفر څخه د بېرته تګ پر مهال ویلي چې د جاپان سفر یې بریالی و او ددغه هېواد له غوره حکومت او خلکو متاثر شوی دی.

په دې سفر کې دواړو لورو پر بېلو او مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

جاپان همدا راز له امریکا سره د پوځي همکاریو د لا ډېرېدو غوښتنه هم کړې ده.

په دې سفر کې جاپان او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او د ګډې همکارۍ ځينې هوکړې یې هم لاسلیک کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button