په مسکو کې ناست او د مسکو د ماتې خبره کوي!!

غورځنګ

عجيبه خو دا ده چې طالبان د مسکو کنفرانس ته تللي دي تر څو پورې په نوموړي کنفرانس کې د دې لپاره ګډون وکړي چې د روسيې او افغانستان په تېرو اړیکو باندې رڼا واچوي او منفي او مثبت اړخونه يې راوسپړي، په ايئنده کې ورڅخه دا اخذ وکړي چې له روسيې سره بايد افغانستان او افغانستان سره بايد روسان څه ډول روابط ولري؟

دلته په دې مقاله کې هغه خبرې پرېږدو چې طالبان څنګه د دې جوګه شول چې مسکو ته ازادانه سفر وکړی شي او بيا په داسې يوه کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا هم نه وايو چې اتلس کاله مخکې خو امریکا طالبانو ته د ژوند کولو حق نه ورکولو نو اوس څنګه د روسانو په څېر هېواد چې د ملګرو ملتونو د امنيت شوری غړی بلل کېږي؛ طالبانو ته په کنفرانس کې د ګډون کولو افتخاري بلنه ورکوي.

راځو دې ته چې طالبان ولې هر څه بې خاره، بې د دنيا والو له وېرې او بې د چا له هر ډول وېرې خپل غږ تر ټولې نړۍ رسوي؟

بل دا چې طالبان ولې په دومره زيات جرأت سره هر هېواد ته ځي او هلته بيا په نړيوالو او نورو کنفرانسونو کې ګډون کوي چې شايد ساری يې کم وموندل شي؟

دا هغه موضوعات دي چې امريکا يې تقريباً اتلس کاله سرګردانه او لالهانده کړې ده او دې ته په فکر کې ده چې څنګه طالبان په افغانستان کې منحصر کړي او راګير يې کړي تر څو نړۍ ورته د يوې محدودې ډلې په نظر وګوري؟ خو طالبان بيا د امريکا د ګټو او توقعاتو په خلاف ځانونه نړيوال کوي او په نړې کې ځلا مومي.

نو دا خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د طالبانو د بسياري جرأت تر ټولو لوی عامل د دوی نه ماتېدونکی دريځ دی، دوی په هېڅ صورت له خپل دريځ څخه نه اوښتونکی خلک دي. او تل په خپل دريځ باندې کلک پاتې شوي دي، په داسې حال کې چې امريکا او نورې غربي نړۍ ډېرې زياتې هڅې د دې لپاره وکړې تر څو طالبان په يوه شي او بل شي له خپل دريځه واړوي. مګر امريکايانو ته اوس معلومه شوه چې دا ډول هڅې يې محال دي.

همداشان د طالبانو د جرأت بل عامل په خپل اسلام باندې کلکوالی دی او تل هڅه کوي چې په خپل دين باندې کلک پاتې شي بلکې ټولې نړۍ ته يې ثابته کړه چې له خپل مبارک او سپېڅلي دين څخه دوی هېڅکله هم تنزل نه کوي، نه يې پخوا کړی دی او نه به يې هم په راتلونکي کې وکړي.

په پای کې بايد ووايو چې طالبان چې مسکو ته د دې لپاره غوښتل شوي وو تر څو د افغانستان او روسيې تر منځ تېرې اړيکې او روابط وڅېړي او نيمګرتياوې او ښېګڼې يې راوسپړي، تر څو په راتلونکي کې دغه اړيکې او دوستي د ښه والي خوا ته ولاړې شي.

نو طالبانو هم په نوموړي کنفرانس کې دغه اړيکې په درېوو پړاوونو کې ووېشلې چې لومړی پړاو چې تقريباً په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې د امير امان الله خان په دوره کې پيل شوې وې او مثبتې اړيکې وې، داسې چې متقابل احترام ته پکې دواړه هېوادونه قائل وو، دواړو هېوادونو يو د بل ازادۍ ته په درنه سترګه کتل او هڅه يې کوله چې خپلې اړيکې همدغه ډول وساتي.

د اړيکو دويم پړاو د روسيې له لوري له افغانستان سره په مرستو بناء وو، چې روسانو د افغانستان د هغه وخت حکومت ته مرستې ورکولې تر څو پرې زيربنايي کارونه تر سره کړي، افغانانو هم هغه پيسې د لويو لارو په جوړولو، د برېښنا د بندونو په جوړولو او د رغاونې په نورو پروژو کې مصرفولې.

د شنونکو په وينا د روسانو او افغانو تر منځ لومړنی او دويم پړاو اړيکې پر متقابل احترام بناء وې او د دوو نسبي ګاونډيو هېوادونو تر منځ مثبتې اړيکې بلل کېږي.

مګر د دريم پړاو اړيکې چې تقريباً د ظاهر شاه په دوره کې پيل شوي دي، د روسانو حکومت خپلې هڅې د دې لپاره ګړندۍ کړې تر څو په افغانستان کې خپل ځينې لاسپوڅي پيدا کړي او د خپلو ګټو لپاره يې استعمال کړي او روسان په دې واسطه وکولی شي چې افغانان په خپل يرغل ووېروي او خپل نفوذ پکې زيات کړي.

د روسانو دغه شومې هڅې د ظاهر شاه د ټولواکۍ په دوره کې چې د ډاکټر محمد يوسف د صدارت دوره وه، ښکاره شوې چې په پايله کې يې افغانستان د روسانو له يرغل سره مخ شو او دواړو هېوادونو ته پکې بې شمېره زيانونه او تاوانونه واوښتل.

دلته خبره دا ده چې طالبانو ټولې نړۍ ته د مخکې په څېر ثابته کړه چې افغانان په متقابل احترام قائل دي او د ګاونډيو هېوادونو په شمول له نورو هېوادونو سره په جنجالونو کې ځان ښکېلول نه غواړي، همداشان طالبانو نړۍ ته دا هم وروفهموله چې دوی د ټوپک د قوي زور او ځواک تر څنګ د فهم ژبه هم خورا په ځراکت سره کارولی شي او د کارېدلو بشپړ ځواک يې لري.  او د حق په وينا کې د چا خاطر او لحاظ نه کوي. هغه څه په ځغرده ويلی شي چې حق وي.

مربوطه مطالب

Back to top button