کابل ټکی کام(چهار شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۸)
د روانې میاشتې په لومړیو کې د متحده عرب اماراتو په سواحلو کې د دې هیواد د تیلو ذخیرې په نښه شوې او په همدې مهال په سعودي هم بریدونه وشول.
که څه هم هغه وخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي وو چې په سعودي او عرب اماراتو بریدونه د ایران کار دی خو نوموړي اوس یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړې ده.
جان بولټن چې محتده عرب اماراتو ته په سفر تللی، هلته ویلي، په پوره ډاډ سره ویلای شم چې د عرب اماراتو د تیلو په ټانکرو برید د ایران کار دی.
بولټن دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ همداسې د خرابۍ پر لور روان دی.
ایراني چارواکي جان بولټن تورنوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د خرابولي ستر لامل جان بولټن دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څو ځله ویلي چې ټرمپ له ایران سره جګړه نه غواړي خو جان بولټن، محمد بن سلمان او د اسرائیلو صدر اعظم یې ورته هڅوي.















