کرکټ: د نړۍ وال جام لومړۍ سیالي روانه ده

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن د کرکټ د ۲۰۱۹نړۍوال جام سیالیو لومړۍ لوبه روانه ده.

ننۍ لوبه د انګلینډ او سوت افریقې ترمنځ ده چې اوس مهال هم روانه ده.

انګلینډ توپ وهنه کړې او د پنځوسو اورونو په لوبولو سره یې ۳۱۱ منډې جوړې کړي دي.

د انګلینډ ۸ لوبغاړي سوځیدلي وو چې پنځوس اورونه پوره شول.

انګلینډ سوت افریقې ته ۳۱۲منډې هدف ټاکلی دی.

دمګړی سوت افریقه توپ وهنه کوي او انګلینډ په بالینګ بوخت دی.

سوت افریقې د ۲۳ اورونو په لوبولو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړي دي.

د سوت افریقې درې لوبغاړي سوځیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې دا دواړه لوبډلې د کرکټ په نړۍ کې په بې ساري ټیمونو پیژندل کیږي.

په دې جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه په اول تاریخ له اسټرلیا سره کیدونکې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button