کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان موټربم بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۰)

د کابل ښار د نهمې حوزې مربوط د وزير کلا په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان موټربم چاودنه شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه چاودنه نن سهار د اته نيمو بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې له سيمې د بهرنيو ځواکونو کاروان د تيريدو په حال کې و.

د دغه وزارت وياند نصرت رحیمي وايي، په چاودنه کې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي ښايي دغه ارقام لوړ شي.

رحيمي د بهرنيانو د تلفاتو په اړه معلومات ونه کړل.

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې د کابل ښار په ډيرو ليرې پرتو سيمو کې هم اوريدلی شوی دی.

له چاودنې وروسته افغان او بهرنيو ځواکونو د کابل ښار او جلال اباد اډې تر منځ عمومي سړک د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی او د چاودنې ځای ته نږدې څوک نه پريښودل کيږي.

عيني شاهدان وايي، موټربم بریدکوونکي د بهرنيانو کاروان ته نږدې چاودنه ورکړې چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤوليت نه دي منلی.

خو تر دې مخکې طالبانو په بهرنيو ځواکونو د ورته ډول بريدونو مسؤوليت په غاړه اخيستی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button