محمد بن عبدالرحمن:عرب هیوادونه بایدد ایران په وړاندې د غرب پالیسي تعقیب نه کړي

محمد بن عبدالرحمن:عرب هیوادونه بایدد ایران په وړاندې د غرب پالیسي تعقیب نه کړ

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې د عرب هیوادونو په بیړنۍ غونډه کې اکثر دریځونه د ایران په خلاف وو، قطر غبرګون ښودلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي چې عرب هیوادونه باید د ایران په وړاندې د غرب پالیسي تعقیب نه کړي.

ده ویلي چې له ایران سره باید د یو ګاونډي هیواد چلند وشي، نه دا چې د غرب په پله قدم کیښودل شي.

د محمد بن عبدالرحمن په وینا چې د عرب هیوادونو په غونډه کې ټولو د ایران په خلاف نظرونه ورکړي خو هېچا هم یوه داسې حللاره نه ده وړاندې کړې چې له مخې یې روان حالت او مشکلات حل کړي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې سعودي د ایران په خلاف یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.

په دې غونډه کې د سعودي باچا سلمان له عرب هیوادونو او ټولې نړۍ نه غوښتنه وکړه چې د ایران د وروستیو اقداماتو مخه دې ونیسي او په وینا یې چې ایران نړۍ ته یو ګواښ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button