(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۶)
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وايي، امريکا او ناټو به په ګډه له افغانستانه ووځي.
خلیلزاد پرون د چهارشنبې په ورځ د ناټو له سرمنشي او چارواکو سره د افغان سولې په تړاو له خبرو وروسته په یوه ټويټ کې وويل که چيرې د امريکا ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو فيصله وکړي نو امريکايي ځواکونه به ناټو په دغه هيواد کې ځانته پرينږدې او په ګډه به ووځي.
نوموړي په خپل تازه ټويټ کې ويلي: “موږ افغانستان ته ګډ تللي وو. موږ به هلته خپل حضور په ګډه سبمال کړو او که بیرته وتلو، موږ به په ګډه وځو”.
دغه راز واشنګټن ټايمز د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ له قوله هم ليکلي، چې يوه شی ډير مهم دی، هغه دا چې موږ ټول بايد په یوه خوله خبرې وکړو او د سولې په لور په ګډه مخکې ولاړ شو.
له تيرو څو مياشتو راهيسې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو خبرې روانې کړي دي.
زلمی خليلزاد د دغه خبرو په لړ کې د نړۍ او سيمې هيوادونو ته هم سفرونه کوي چې څو ورځې مخکې يې خپل اووم پړاو سفر پيل کړ او په وينا يې چې یو ځل بيا به په قطر کې له طالبانو سره په ياده موضوع خبرې وکړي.


















