اوکراین: اروپايي ټولنه دې په روسیې بندیزونه سخت کړي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه ، ۱۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې، داوکراین نوي ولسمشر له اروپایي ټولنې غوښتنه کړې چې پر روسیې بندیزونه سخت کړي.

راپور زیاتوي، ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې له مشر ډونالد ټوسک سره تر لیدو وروسته ویلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره پکار ده چې پر روسیې بندیزونه سخت شي.

د اروپایي ټولنې مشر ډونالد توسک وویل چې زیلینسکي په دې سفر کې یو پیاوړی او مهم پیغام ورکړ.

وروسته تر هغې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، اروپایي ټولنې پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه ولګول.

د اوکراین د جګړو پرمهال تر اوسه نږدې دیارلس زره کسان وژل شوي، او ګڼ شمېر ټپیان شوي هم دي.

روسیې تراوسه داوکراین د ولسمشر په وروستیو څرګندونو کوم غبرګون ندی ښودلی، خو دکتونکو په وینا، شاید چې ددې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button