قطر له ایران او امریکا د کړکیچ د ختمیدو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا او ایران ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ لا هم کم شوی نه دی او مخ پر زیاتیدو دی.
امریکا یو ځل بیا په ایران له دې امله نوي بندیزونه لګولي چې کواګې ایران د اټومي تړون ځینې ژمنې ماتې کړي دي.
قطر له ایران او امریکا غوښتي چې دواړه لوري باید روان کړکېچ ختم کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي چې د قطر په ګډون د ځینو نورو هیوادونو چارواکو له امریکا او ایران سره خبرې کړي او غوښتنه یې ترې کړې چې د اړیکو روان حالت باید کابو شي.
محمد بن عبدالرحمن ویلي، دواړه خواوې د تاوتریخوالي د زیاتیدو پلوي نه کوي بلکې غواړي چې کړکېچ کم شي.
جاپان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته تیار دی خو ایران تر ډیره حده له امریکا سره خبرو ته امادګي نه ښیي او وایي چې امریکا باید لومړی خپله رویه بدله کړي.
د امریکا او ایران د کړکیچ په حالت کې قطر د ایران پلوي کوي او له سعودي او نورو عرب هیوادونو غواړي چې ایران یو ګاونډی هیواد دی، باید سم برخورد ورسره وشي نه د غرب په پله قدم کیښودل شي.



