کابل ټکی کام(دوشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
د افغانستان د کرکټ لوبډلې تکړه لوبغاړی شهزاد محمدي تیر ماښام له لندن څخه کابل ته راورسېد.
نوموړی د کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې د روان نړیوال جام له سیالیو څخه بهر شو.
کرکټ بورډ ویلي چې د شهزاد محمدي روغتیایي حالت ښه نه وو او د ډاکټرانو په مشوره یې له لوبو ایستلی او په ځای یې اکرام علیخل په لوبډله کې واخستل شو.
کابل ته د شهزاد محمدي له راستنیدو وروسته هر څه په ډاګه شول چې رښتیا څه دي.
شهزاد محمدي په هوایي ډګر کې د ورټولو شویو خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې دی نه پوهیږي، ولې له لوبډلې ایستل شوی دی.
د ده په خبره چې زه خپله د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر شوم چې شهزاد له لوبډلې بهر شوی دی.
دی وایي، ما ددې خبر له لوستلو وروسته خپل ډاکټر وپوښت چې په وینا یې هغه هم ناخبري وښوده او سر یې ټیټ واچاوه.
د شهزاد په خبره د افغانستان کرکټ د تباهۍ په لور رهي دی او په وینا یې دی هم نور نه غواړي لوبډلې ته ورستون شي.
نوموړي اصغر افغان یو ښه لوبډلمشر یاد کړ او زیاته یې کړه چې ګلبدین نائب د کپتانۍ وړتیا نه لري.
محمدي د اصغر افغان په حق کې هم هغه خبره وکړه لکه د ځان چې ګواکې رک روغ دی خو لوبې ته نه راوستل کیږي.
د یادونې وړ ده چې په روان نړیوال جام کې افغانستان درې پرلپسې لوبې وبایللې.
د مینوالو په باور چې په تیرو لوبو کې تکړه لوبغاړو راشد ارمان او محمد نبي هم ځکه ښه لوبه نه ده کړې چې له کرکټ بورده خپه دي.


















