خاکسار
له کومه وخته چې په اسلامي نړۍ باندې خصوصاً په عربي نړۍ باندې عثماني خلافت پای ته رسېدلی او د غربيانو فرمايشي شاهي نظامونه په کې منځته راغلل، چې د دغو شاهي نظامونو له امله عربي نړۍ په وړو وړو هېوادونو باندې ووېشل شوه، نو له هغې زمانې څخه چې تقريباً سل کاله کېږي، تر ننه پورې عربو او بلکې ټولو مسلمانانو بيا ښه ورځ نه ده ليدلې، د جمهوريتونو او شاهي نظامونو تر عناوينو لاندې يې پرې د خپلو غلامانو نظامونه تپلي دي او هغوی هم څه چې د غربيانو خوښه وي، پر مسلمانانو يې تعميلوی.
لنډه دا چې په عربو باندې د غربيانو له لوري همدغه ډول نظامونه حاکم شول او بیا د دې لپاره چې د عربو په پرېمانه تېلو باندې مزې وکړي او پخپلو هېوادونو کې يې هم مصرف کړي او هم يې د ائينده لپاره ذخيره کړي، امريکا له عربي نړۍ سره روابط پيداکړل، خو له هغه وخته چې کله امريکايانو او نورو سوسيالستانو د روسانو او کمونستانو پر وړاندې سړه جګړه پيل کړه او بيا په افغانستان کې روسانو ماتې وخوړه نو د امریکا او عربي نړۍ اړيکې نورې هم سره مضبوطې شوې.
دغه اړیکې هغه وخت لا پياوړې شوې چې روسانو په افغانستان باندې حمله وکړه او بیا امريکا د روسانو په خلاف له افغان مجاهدينو سره مرستې وکړې تر څو روسان په افغانستان کې ماتې وخوري.
خو دا هر څه په ځای پرېږدو راځو دې ته چې د اېران او امريکا تر منځ اوسنۍ ناندرۍ په حقيقت کې دښمني ده او که دوستي؟
که چېرته سطحي نظر ولرو او ظاهر ته وګورو نو خامخا به داسې فکر وکړو چې د امریکا او اېران تر منځ جګړه که نه وي يا سبا، خو پيل کيږي به. ځکه چې اوسنۍ ناندرۍ په دې دلالت کوي چې د امریکا او اېران تر منځ جګړه خامخا کېدونکې ده.
مګر که چېرته ژور نظر وکړواو د امریکا او اېران تر منځ دغو ناندريو منځ ته ورننوځو نو بیا به دې نتيجې ته ورسېږو چې دا ناندرۍ يوازې او يوازې د نړۍ د غولولو او برخلاف د سعودي او عربي نړۍ د خطا ايستلو او له اېران څخه د ډارولو لپاره دي.
دلته اوس د اېران او امریک تر منځ د دغو ناندريو څو مقاصد را اخلو تر څو وپوهېږو چې دغه ناندرۍ د څه لپاره دي؟
۱ــ د شنونکو په باور د امريکا او اېران تر منځ دغه ناندرۍ د دې لپاره دي چې اېران د زمري په څېر په سیمه کې معرفي کړي او مسلمانانو او او نورو اسيايي هېوادونو ته دا وروفهموي چې که چېرې امریکا نه وي نو اېران به په اسيا کې هر څه لوبې وکړی شي يعنې امريکا په دې واسطه خپل ځان ته په اسيا کې ځای مشروع کوی.
۲ــ څه موده مخکې چې ټرمپ وار په وار سعودي او ټولو عربو ته دا خبره په ځغرده کوله چې سعودي بې امریکا هېڅ نشي کولی نو بايد ووایو چې د اېران او امريکا تر منځ ناندرۍ په همدې مقصد دي چې سعودي ته امریکا خپل دغه قول په عمل کې ثابت کړي چې که امریکا نه وي نو اېران به هره لوبه درباندې وکړي.
۳ــ امریکا هڅه کوي چې په دغو پټکو سره نړۍ ته دا وروفهموي چې که چېرته امريکا د اېران د اتوم مه ونه نيسي نو اېران به نړۍ ته ستر ګواښ وي. خو په حقيقت کې دغه ناندرۍ لا هغه وخت مسلمانانو ته ښې معلومې شوې چې د سوريې په جګړه کې اېران او امريکا د خپلو شريکو ګټو لپاره څومره مسلمانان تباه کړل او څومره ښارونه يې لوټې لوټې کړل.
۴ــ دا مريکا او اېران تر منځ د ظاهري دښمنۍ او ناندريو بل مقصد دا دی چې امريکا په دې واسطه غواړي سعودي له اېران څخه ووېروي او دا ورته په داګه کړي چې که چېرې اېران وغواړي نو سعودي له منځ وړای شي خو که چېرته امریکا ورسره ملګرتيا وکړي نو بیا به اېران ورته هېڅ نه شي ويلی.
۵ــ همداشان له دغو ناندريو څخه د امریکا بل مقصد دا هم کېدی شي چې اېران او امریکا په مشترکه توګه هغه جرائم او جنايتونه چې په سوريه کې يې له مسلمانانو سره کړي دي، پټ کړي او پرده پرې واچوي او په مسلمانانو کې يو نوی او وېروونکی حالت واقع کړي.
۶ــ د دې لپاره چې امریکا د خپلو وسلو لپاره بازار تود وساتي، نو اېران يې سعودي ته دښمن ګرځولی تر څو سعودي ورڅخه اسلحه واخلي.
۷ــ د دې لپاره چې سعودي خپل پرېمانه تېل له امريکا پرته په بل چا ونه پلوري نو د اېران پواسطه يې وېروي، او سعودي ته دا ورفهموي چې که چېرته تېل له امریکا څخه پرته بل هېواد ته ورکړي نو لرې نه ده چې اېران يې وخوري.
۸ــ د دې لپاره چې په سعودي کې حقاني مسلمانان او يا هم هغه علماء چې په اسلامي ژوندانه پوره باور لري، بيا پورته نشي او په سعودي کې اسلامي نظام رامنځته نه کړي، نو امريکا له اېران سره د دښمنۍ په بهانه عربو کې يو مدهش او وېروونکی حالت راوستی، تر څو په دې واسطه په عربو کې د اسلامي نظام د فکر او مفکورې مخنيوی وکړي لکه څنګه يې چې کړی هم دی.
۹ـــ د دې لپاره چې امريکا په سعودي کې خپلو شته اډو ته مشروعيت ورکړي، اېران يې ورته بدمعاش ګرځولی او سعودي پرې وېروي چې که چېرته په سعودي کې د امریکا اډې نه وي نو اېران به پرې په ځغرده حمله وکړي.
په پای کې بايد ووايو چې امریکا په اسلامي او خصوصاً په عربي هېوادونو کې د شيعه او سني تر منځ اختلافات د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره اچولي دي چې د شيعه ګانو په سر کې يې اېران واقع کړی دی.
او د دې لپاره چې د امريکا ګټې په سیمه او اسلامي نړۍ کې خوندي واوسي نو له اېران سره يې د ناندرۍ يو ډول حالت رامنځته کړی دی چې په ظاهري لحاظ هر څوک د فکر کوي چې ګواکې که نن وي او يا سبا، د اېران او امریکا تر منځ به جنګ نښلي.
مګر په باطن کې بيا دواړه داسې همسنګري دي چې يو د بل ګټو ته پوره ژمن دي او هر يو په سيمه کې خپلې خپلې او يو د بل ګټې تأمينوي.
بل خوا بيا د عربو اوسنی حالت د تأسف وړ ځکه دی چې په ډېر کمزوري موقف کې واقع دي، نه خو هم چندان خپلواک دريځ لري او نه هم چندان داسې قوي او خپلواکه اراده لري.
د دغو ناندريو مثالونه او بېلګې به مو په نږدې تېرو څو ورځو کې اورېدلې وي چې نيويارک ټايمز به په خپلو خبرونو کې ويل چې د عمان، او نورو عربي هېوادونو په تېل لېږدوونکو بېړيو بريدونه تر سره شوي دي، او بيا به يې ويل چې بريد کوونکي نامعلوم دي خو کله چې به چې څه وخت تېر شو نو يو ناڅاپه به يې وويل چې بريد کوونکي اېراني پوځيان دي او اېران په دغو بېړيو بريدونه کړي دي.


















