روحاني: په منځني ختيځ کې دنا امنيو اوسيمه ييزو رقابتونو لامل بهرنۍ مداخله ده

کابل ټکی کام ( شنبه ، ۲۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دايران ولسمشر حسن روحاني يوځل بيا دامريکا وروستيو تحرکاتو ته په اشارې، دمنځني ختيځ دنا امنۍ لوی لامل دبهرنيو مداخله بللې.
روحاني وایي، منځني ختیځ کې د پراخو ناامنیو لامل بهرنۍ لاسوهنې دي.
نوموړي په تاجکستان کې د سیکا تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، په منځني ختیځ کې د ناامنیو، سیمه ییزو غیر معقولو رقابتونو او انارشیزم یوازینی لامل بهرنۍ لاسوهنې دي.
روحاني زیاته کړې، د یادې سیمې د ځینې هېوادونو په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنې ددې لامل شوې دي چې سیمه له یو بې ساري بحران سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې ترهګرۍ سره مبارزه د ټولې سیمې مسئولیت دی او باید ټول په یو غږ ددې پدیدې پر وړاندې سره یو لاس شي.
روحاني دغه راز د ایران او سترو ځواکونو ترمنځ شوي تړون ته په اشارې ویلي، سیمه ییز او د نړۍ ټول هېوادونه باید ددې مهم تړون ملاتړ وکړي.
نوموړي که څه هم په مشخصه توګه دکوم هېواد نوم ندی اخيستی، خو داسې ښکاري چې ټولې اشارې يې دامريکا پر لور وې، اودهر فساد منبع يې امريکا ياده کړې.
بلې خوا بيا امريکا له خپل ځان اونورو هيوادو څخه ددفاع او دايران داحتمالي بريد دمخنيوي په پار خپله مداخله توجيه کوي.



