میدان وردګ: د طالبانو لیزري حمله کې یو امریکايي پوځي وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)

د راپورونو له مخې، د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د طالبانو د ليزري وسلې په حمله کې يو امريکايي پوځي وژل شوی دی.

بهرنيو او دولتي عسکرو غوښتل چې د يادې ولسوالۍ مربوط د عربانو درې په ګنيګرو سيمه کې عمليات وکړي چې ګډ ځواکونه د طالبانو تر حملو لاندې راغل ي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، د طالبانو په ليزري حمله کې يو امریکايي، یو شمير داخلي عسکر ووژل شول او پاتې نور يې بيرته وتښتېدل.

عيني شاهدان وايي، ګډ ځواکونه په یاده سيمه کې د عملیاتو په موخه ورغلي و خو د طالبانو بريدونو پرېنښودل چې د خلکو د کورونو پلټنې وکړي.

د میدان وردګو امنيتي مسؤولين هم مني چې په یاده سيمه کې د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

 ګډ ځواکونه د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د شپنيو عملياتو د ترسره کولو په موخه ځي وخت ناوخت د طالبانو له وسله وال غبرګون سره مخ کېږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

طالبانو په وروستيو کې ليزري وسلو، د شپې ليدونکو دوربينونو او نور پرمختللو وسلو ته لاس رسی پيدا کړی چې تر ډيره د بهرنيانو شپنيو عملياتو ته وسله وال غبرګون ښيي او هغوی ته تلفات اړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button