(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)
د شمالي افريقا په نایجريا هيواد کې د درې سرتيرو بريدونو په ترڅ کې ديرش کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، دغه بريدونه د ګڼې ګوڼې په ډک ځای کې هغه مهال شوي چې خلک د فوټبال سياليو ليدو ته راټول شوي و.
راپور زیاتوي، چاودنې د دوو ميرمنو او یوه نارينه له خوا د هيواد په شمال ختيځ بورنيو ايالت په کنډوګ کلي کې شوي دي.
په لومړيو کې د اوولس کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی و خو وروسته په یادو پېښو کې د وژل شويو کسانو شمير ديرش او د ټپيانو څلويښت تنو ته ورسيد.
یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې د روغتيايي اسانتياوو نه شتون د تلفاتو شمير زيات کړ.
تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
خو تر دې مخکې په دولتي ځواکونو د بريدونو او ځينو چاودنو پړې په یاد هيواد کې د بوکوحرام په نوم اسلامي ډلې منلي دي.


















