(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۹)
د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي په محکمه کې له څو دقيقو خبرو کولو وروسته لومړی بې هوشه او بیا وفات شو چې ډيری مصريان شنونکي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي نوموړی په قصدي ډول وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسيون وياند رابرټ کولفيل ويلي، چې په زندان کې هره مړينه بايد د يوې خپلواکې ادارې له خوا وڅېړل شي.
نوموړي ويلي، د مرسي د روغتياپالنې، وکيل او کورنۍ سره د ملاقاتونو په شمول، په زندان کې د اوږدې مودې لپاره د هغه په انفرادي ډول د ساتلو لپاره اندېښنه شته چې بايد وکتل شي پر مړينه يې څه اغيز کړی دی.
محمد مرسي په ۲۰۱۲م کال کې د مصر منتخب ولسمشر وټاکل شو خو یو کال وروسته د عبدالفتاح السيسي له خوا پرې کودتا وشوه او نوموړی يې زنداني کړ.
محمد مرسي پرون د مصر په پلازمينه د قاهرې په یوه هديره کې یوازې د کورنۍ د څو کسانو په موجوديت کې خاورو ته وسپارل شو.
د مصر دولتي تلويزيون د مرسي مړينه د زړه د حملې له امله بللې وه او چارواکي وايي، د عدلي طب په رپوټ کې د نوموړي پر بدن د کوم ټپ نښې نښانې نه دي لیدل شوې.
خو ډیری مصريان او ځينې شنونکي وايي، چې هغه ته په خوړو کې زهر ورکړل شوي و.
طالبانو د مرسي مړينه لويه ضايعه بللې او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د هغه د مړينې پړه د واکمن مصري حکومت پر مشرتابه اچولی او مرسي ته يې د شهيد خطاب کړی دی.


















