شاهین: له امریکایانو سره تر توافق وروسته، د تضمین په ډول یو کنفرانس جوړیږي

کابل ټکی کام( جمعه، ۳۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین له اسپونتیک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې له امریکایانو سره تر توافق وروسته د تضمین په ډول یو ستر کنفرانس چې روسیه، چین، بین الملل او د افغانستان ګاونډي هیوادونه به یې ګډونوال وي، جوړیږي.
د سهیل شاهین په ټکو: ” که په روانو مذاکراتو کې له امریکا سره یوې موافقې او هوکړې ته ورسیږو نو د تضمین لپاره به یو بین المللي کنفرانس راوغواړو چې ملګري ملتونه، چین، روسیه، د اسلامي هیوادونو کنفرانس او د افغانستان ګاونډي هیوادونه به یې ګډونوال وي”
شاهین دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ویل کیږي د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې به مهمې او قاطع وي.
ویل کیږي خلیلزاد قطر ته رسیدلی او ډیر ژر به په رسمي ډول دواړه خواوې د خبرو میز ته سره حاضر شي.



