دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد؛ داووم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسېدلی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۳۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د افغان قضیې د سوله ییز حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له طالبانو سره داووم پړاو خبرو او لیدنې په موخه قطر ته رسېدلی.

د قطر سیاسي دفتر ته نږدې سرچینو دوحې ته د خلیلزاد ورتګ تائید کړی، او زیاته کړې یې ده چې، ددې سفر په ترڅ کې د طالب او امریکايي مذاکراتي ټیم تر منځ یوه غیر رسمي ناسته هم ترسره شوې.

خلیلزاد داسې مهال له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر دفتر ته ورځي چې، تر سفر وړاندې یې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند په وړاندې د ټويټونو په لړۍ کې د دواړو لورو تر منځ یو سوړ چلند او ظاهري مناظره ترسترګو شوې.

دوه ورځې وړاندې د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په یوه ټويټ کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې « له امریکا سره په خبرو کې څه پرمختګ شوی» ولیکل « امریکا د خبرو په دوران کې منلې چې خپلې ټولې قواوې به له افغانستان څخه وباسي او بیا ځلې به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي».

د طالب ویاند تر دې ټويټ یوازې څو ساعته وروسته زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ولیکل چې، متحده ایالات له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو تړون نه؛ بلکې د سولې د یوې هر اړخېزې تګلارې په لټه کې دی چې، د افغانستان له خاورې نړۍ ته د نه تهدید تضمین، د بهرنیو عسکرو وتل، اوربند او بین الافغاني خبرې له ځانه سره ولري.

د شنونکو په باور؛ شونې ده خلیلزاد له طالبانو سره په رښتیني ډول د بهرنیو عسکرو په وتلو توافق ته رسېدلی وي خو ددې لپاره چې، د ګډ حکومت په بنسټونو کې ویره او وارخطايي خپره نه شي وخت ناوخته د سولې د هر اړخیزې تګلارې او په مذاکراتو کې د ګډ حکومت د ورګډولو ادعاوې کوي.

سیاسي شنونکي دا پړاو مذاکرات برخلیک ټاکونکي بولي. اوزیاتوي،طالبان نور دوخت ضایعه کول نه غواړي، امریکا هم پوه شوې چې دطالب هو، هو، اونه یې نه ده.
امریکا دخپل شکست دپټېدا لپاره دطالب هر امرته لبیک ویونکې ده، اودې حد ته رسېدلې چې دلته بری عنقا دی، فقط اوس مهال دځان خلاصون لويه بهادري ده.

مربوطه مطالب

Back to top button