یوویشتم جون چې د هجري شمسي د جوزا ۳۱ سره سمون خوري د کال تر ټولو اوږده ورځ ده چې لدې ورځې وروسته ورځې بیرته لنډیږي.
نن د جمعې ورځ د جوزا ۳۱ شمه د کال تر ټولو لوی ورځ او لنډه شپه ده نن وروسته لمر به لږ مخکې پریوزي، د افغانستان په شمول په ډیریو هیوادونو کې نن اوږده ورځ ده او سر له سبا به دلنډوالې په طرف ته روانې شي.
هرکال د جون يوويشتمه نيټه د کال اوږه ورځ ولې شپه يي لنډه بللې شي او همدا وجه ده چې په دغه ورځ د لمررڼا د نورو ورځو په نسبت لږ ناوخته پوري ايساره وي د کومې دورانيه چې پينځلس ساعت ښودل شوي ده۔
د پوهانو په وينا د يوويشتم جون نه پس ورځ په لنډېدو او شپيې په غځيدو شروع شي او دا چې په دغه ورځ لمرد نور کله نه لږ مخکې پريوځي۔
پوهان زياتوي چې د ستمبر مياشت دوۀ ويشتمه نيټه هغه ورځ وي په کومه چې د شپې او ورځ دورانيه يو شان وي ولې د دسمبر مياشت دوه ويشتمه نيټه د کال ټولو نه لنډ ورځ بللې شي۔


















