کابل ټکی کام (شنبه ۲۶ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
افریقايي ملک برکینا فاسو په پایتخت اواګاډوګو کې په یوه داسې هوټل حملې شوې دي چې اکثر میلمانه یې بهرنیان دي، وروستي راپورونه وايي چې تر ۲۱ زیات کسان پکې وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې په ځايي وخت ۷:۳۰ بجې چې د نړیوال وخت (۱۹:۳۰) بجو سره سمون خوري، دوه موټر بم راغلل او د هوټل په دروازه کې یې چاودنې ترسره کړې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
عیني شاهدان وايي له چاودنې سره سم، سپلنډېډ هوټل ته چې د یو ان کسان پکې اوسیږي، څلور مخ پټې ننوتل او ډزې یې شروع کړې.
په منطقه کې د یوه روغتون مشر وايي چې لږ ترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
هوټل اوس هم د سرتېرو په ولکه کې دی او ډېری خلک یې یرغمل کړي دي.
د ملک د بهرنیو چارو وزیر الفا بري وايي چې ډېر ژر به په یاد هوټل چاپه ووهي او یرغمل کسان به راخلاص کړي.
ویل کېږي چې برید د القاعدې تنظیم ترسره کړی دی.
یو عیني شاهد وايي چې په اصل کې دغه وسله وال د هوټل ترڅنګ د کپوسینو رستورانت ته ننوتي وو. د هوټل یو کاریګر فرانس پرس ته ویلي دي چې په لسګونه کسان وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې د دواړو اړخونو څخه اوس هم د ډزو اوازونه راځي، د یرغمل شویو کسانو لخوا خپلې کورنیو سره تلفوني رابطې هم شوې دي.


















