کابل ټکی کام (شنبه ۲۶ مرغومی ۱۳۹۴ ل) فرید احمد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن شنبه به د استرالیا پایتخت ویانا کې ظریف، کیري او د اروپايي اتحاديي د بهرني سیاست له مسؤلې فډریکا موګریني سره ګډه غونډه لري ترڅو د ایران د اتومي انرژۍ پر سر د لا پرمختګ په چارو کې خبرې اترې وکړي.
د غونډې په پای کې به د ظریف او موګریني ګډه بیانیه ولوستل شي.
که څه هم ددې تړون ترمخې ایران نشي کولای چې اتومي وسلې جوړې کړي خو بیا هم په نړیواله سطحه پوهان شک لري چې حتمي ده ایران به یوه ورځ اتومي اسلحو ته لاس رسۍ پیدا کوي.

















